د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د 'داعش یو لوړپوړی قوماندان' ووژل شو


په افغانستان کې امریکایي ځواکونه وایي چې د داعش د ډلې یو لوړپوړی قوماندان د ددې هیواد په ختیځ کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د امریکایي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي دي چې د داعش دغه قوماندان خطاب امیر نومیده او د جنورۍ په ١٠ د ننگرهار په ولایت کې په یو پوځي برید کې ووژل شو.

د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې خطاب امیر، په افغانستان کې په مختلفو نومونو فعالیت درلود. هغې څو ستر بریدونه سازمان کړي وو او په افغانستان کې د داعش جنگیالیو ته د وسلو او چاودیدونکو موادو د رسولو مسؤلیت یې په غاړه و.

د امریکایي قواو په اعلامیه کې راغلي چې "د هغه وژنه د داعش له راتلونکو بریدونو څخه د بیگناه افغانانو له ژغورنې سره مرسته کوي او همداشان په افغانستان کې د داعش شتون کمزوری کوي."

د داعش ډله په عمومي توگه د افغانستان په ختیځ او د پاکستان سره په پوله پرتو سیمو کې فعالیت لري.

په افغانستان کې د یو شمیر سترو بریدونو مسؤلیت د داعش ډلې منلی دی چې زیات شمیر کسانو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG