د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي چې د روان ۲۰۲۰ په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۳۳ ملکي کسان ترور شوي.
د کمېسیون په وینا په دغو هدفي وژنو کې همدغه راز ۴۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
کمېسیون وايي د تیر ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ څخه نیولې د روان ۱۳۹۹/۶/۳۰ پورې یوازې د کندهار په ولایت کې ۱۲۲ملکيان ترور شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون نن یکشنبه اکتوبر۴ (تلې۱۳) په یوې اعلامیې کې دا ارقام خپاره کړل.
The targeted killing & civilian casualties continue to rage on despite the commencement of Intra-Afghan Peace Talks. A total of 122 civilians have been killed & injured by targeted attacks only in Kandahar province between Feb. 19 to Sept. 20, 2020. Civilian casualties must end. pic.twitter.com/7xBcsPEYx4
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) October 4, 2020
په اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتل شوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
کمېسیون په مشخص ډول نه دي ویلي چې دا ترورونه کومې ډلې او یا اشخاص کړي دي.
یاد کمېسیون له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې په ځانګړي ډول د اقلیتونو، دیني عالمانو، مذهبي مشرانو او د بشري حقونو کار کوونکو امنیت ته جدي توجه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دی.
طالبانو د وزارت د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.