کندهار کې ماین چاودنې ۱۳ ولسي وګړي وژلي

عکس:(ارشیف)

په کندهار کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

پېښه د ډيورنډ کرښې ته نږدې په سپین بولدک ولسوالۍ کې شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن جمعه اګست۲۸ (وږې ۷) امریکا غږ ته وويل چې د ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې د ملکي خلکو د سپرلۍ موټر د ولسوالۍ بازار ته د تګ په حال کې و چې ماین پرې وچاودېده.

ده وويل چې وژل شوي کسان د سیمې اوسیدونکي دي او د سودا لپاره د ولسوالۍ بازار ته روان وو.

نوموړي زیاته کړه چې وژل شوو کې درې ماشومان، څلور ښځې او شپږ نارینه شامل دي چې په وینا یې نهه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

هغه وويل: "نن سهار ۸ بجې ماین چاودنه د ملکي خلکو پر موټر شوې ټوله سپرلۍ يې چې ۱۳ تنه وو د چلونکي په ګډون په پېښه کې وژل شوي، ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړي وو چې ملکي خلک يې قرباني شوه د وژل شویو ملکي کسانو جسدونه خپلو کورنو ته لېږدول شوي."

د لوی کارېز له سیمې څخه د کندهار د دو نورو ولسوالیو معروف او ارغستان فرعي لارې هم تېره شوې.

د سړک د غاړي ماینونه په دې وروستیو کې کندهار کې تر ټولو لویه ستونزه ده چې زیاته ملکي مرګ ژوبله پکښې رامنځ ته کیږي.

په جنوب کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر وايي چې د سړک د غاړې د ماینونو په وجه د ملکي خلکو تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی او ملکي مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې.

د جګړو او نا امنیو د زیاتوالي تر څنګ د لویو لارو امنیت په کندهار کې لویه ستونزه بلل کیږي.

د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د کندهار – ارغستان پر عمومي سړک ملکي خلک له تېرو دو میاشتونو راهیسې تګ راتګ نلري او دغه راز تېره اونۍ د کندهار – ارزګان پر لویه لار هم ورته ستونزه رامنځ ته شوې.

وسله والو طالبانو له رسنیو سره د ملکي خلکو پرمخ د لویو لارو د بندیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د دغه ماین چاودنې په اړه هم طالبانو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو په اساس په تېره زمري میاشت کې په هیواد کې د ۵۹ ماین چاودنو له امله ۲۱۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد کمېسیون ویلي چې د دغه کسانو له ډلې ۹۷ تنه وژل شوي او پاتې ۱۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې یاد ملکي وګړي د سړک غاړې او چسپکي ماینونو له امله مړه او ټپيان شوي دي.