بادغیس کې د ۲۱ افغان امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا شوې

د بادغیس د ولایتي شورا غړي‌ وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په حملو کې ۲۱ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بېګ د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۷مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه نښتې تېره شپه په قادس او ابکمري ولسوالۍ کې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د قادس ولسوالۍ په «غرچغي» سیمه کې د وسله والو طالبانو په لومړۍ حمله کې د ملي اردو او ملي پولیسو څه کم ۱۴ سرتېري وژل شو‌ي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي‌ بېګ وویل چې د دغه ولایت د ابکمري ولسوالۍ په «ګنداب» سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په حمله کې ۷ سیمه ییز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي‌ وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي‌ دي.

پر همدې مهال د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي، چې په قادس ولسوالۍ کې د ملي اردو او پولیسو پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې یو ملي اردو او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه نور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ابکمري ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو په حملو کې درې سیمه ییز پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي‌ دي.

د بادغیس د والي ویاند همدارنګه وویل چې په دغه نښته کې څه باندې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې د بادغیس د تېرې شپې په نښته کې د ۱۹ امنیتي سرتېرو د وژلو او ۵ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.