ایران او پاکستان نژدې درې نیم سوه زره افغان کډوال ایستلي ـ راپور

د کډوالۍ نړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه تر دامهاله له ایران او پاکستان څخه درې لکه ۴۸زره ۸۷۰ افغان کډوال ایستل شوي دي.

دغه سازمان وايي، په روان کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳لکه ۳۲زره ۶۴۱ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان نن جمعه د «سپټمبر پر۲۷مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له پیل څخه بیا تر دا مهاله یولک ۸۷زره ۲۹۰ افغان کډوال له ایران څخه په داوطلب او یولک ۴۵زره ۳۵۱ تنه یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د «IOM» راپور وايي، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د یادې میاشتې تر۷مې نېتې۱۲زره۱۱۲ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۵۲۳۰ تنه یې په داوطلب او ۶۷۹۲تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې پر داسې مهال زیاتوالي راځي چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په وینا پر ایران د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن ټيټېدو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

دغه وزارت مخکې هم امریکا غږ ته ویلي و چې روان کال تر ټولو زیات افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۶زره ۲۲۹تنه افغان کډول وتلي، چې ۱۳زره ۹۷۴۹ تنه په خپله خوښه او ۲۴۸۰ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.