تېرو دریو میاشتو کې ۵۳۳ افغان ملکيان وژل شوي ـ یوناما

یوناما د جګړو د ښکېلو اړخونو ترمنځ پر اوربند ټینګار کړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ (یوناما) وايي د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو ۵۳۳ افغان ملکيان په جګړو کې وژل شوي دي.

یوناما وايي په دغې مودې کې په روانو جګړو کې ۷۶۰نور افغان ملکیان ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي، بر عکس زیات ملکي‌ تلفات په مارچ کې وه.

یوناما وايي په دغو میاشتو کې۱۵۰ ماشومان او ۶۰ ښځې هم وژل شوي او ۱۰۸ نورې ښځې ټپيانې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ په راپور کې راغلي چې په دغې مودې کې د حکومت ضد عناصرو ۲۸۲ ملکيان وژلي‌او ۴۲۸ نور ټپیان کړي‌دي.

یوناما زیاتوي: "د یاد ملکي تلفاتو ۳۹سلنه طالبانو، ۱۳سلنه د داعش خراسان څانګې او پاتې نور یې د دولت ضد ناپیژندل شویو عناصرو ته منسوب دي."

په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۱۹۸ ملکي وګړي د دولت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او ۲۱۴ نور ټپیان شوي چې په دې سره د ۳۲ سلني ملکي تلفاتو لامل بلل کیږي.

په راپور کې د ملکي تلفاتو د ۲۱ سلني مسؤلیت پر افغان امنیتي ځواکونو، ۸ سلنه نړیوالو ځواکونو او پاتې نور پر ناڅرګندو دولت پلوه ځواکونو اچول شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ نن دوشنبه اپرېل۲۷ (غويي۸) د« ملکیانو ژغورلو لپاره د بېړنو اقداماتو اړتیا» په نوم خپل رپوټ کې د جګړې د ښکېلو اړخونو لخوا به جګړو کې د ملکیانو پر ټینګار کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لینز له قوله راغلي: "په افغانستان کې د بې شمیره ملکیانو د ژوند خوندیتوب او د ښه راتلونکي په اړه ملت ته د هیلې ورکولو لپاره اړینه ده، چې تاوتریخوالی په اوربند سره ودرول شي او د سولې خبرې پیل شي."

افغان حکومت، نړیولو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په روژې میاشت کې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت له خپل اړخه اوربند ته چمتووالی ښودلی، خو طالبانو د اوربند غوښتنې رد کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.