لغمان کې طالبانو سره نښته کې د ملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي ـ دفاع وزارت

دفاع وزارت وايي، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان دفاع وزارت وايي د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې د ملي ادرو شپږ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت نن دوشنبه مې۱۱ (غوايي ۲۲) ویلي چې طالبانو تیره شپه د عليشنګ ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا پر شاوتمبول شول.

د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په دغه نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

یوې بلې حکومتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه طالبانو د علیشنګ ولسوالۍ کلا کوچیانو سیمه کې د ملي اردو په کتار او پوستو برید کړی دی چې په پایله کې یې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د لغمان د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال هم امریکا غږ ته وویل چې د کلا کوچیانو سیمه کې د ملي اردو ځواکونو نوې امنیتي پوسته جوړوله چې تر ماښامه یې د پوستې په جوړولو کار کړی او کله چې ځواکونه له دفاعي غونډیو راښکته شوي نو طالبانو پرې برید کړی دی.

نوموړی وايي د سیمه ییزو قومي مشرانو له قوله چې دغه جګړه کې د اردو یولس سرتیري وژل شوي او نهه نور زخمیان دي او همدا شان د اردو ځینې سرتیري یې ژوندي نیولي دي.

د ولایتي شورا غړی زیاتوي چې په دغه جګړه کې د ملي اردو تر ۲۰موټرې او ټانکونه سوځول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هم د طالبانو په بریدونو کې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي او ۷ نور یې له ځان سره بیولې و.

په لغمان کې پر افغان امنیتي ځواکونو د برید مسؤلیت طالبانو اخیستی دی.

افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو په بریدونو کې دغه تازه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړي چې د ملګرو ملتونو، د اسلامي هیوادونو همکارۍ سازمان او اروپايي ټولنې د روژې په مناسبت د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.