هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي

عکس هلمند ولایت (ارشیف)

په هلمند کې د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د ښځو په ګډون ۷ تنه ملکي کسان وژل شوي.

دغه پېښه نن چهارشنبه (وري۱۳) سهار۹:۳۰ بجې د ګرشک په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، د ملکي کسانو یو ټونیس ډوله موټر له کلي څخه د ګرشک ولسوالۍ مرکز ته پر لارو چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودیدلی دی.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار اسماعیل خپلواک امریکا غږ ته وويل چې په وژل شویو اوو کسانو کې ۲ ښځې او پنځه نارینه شامل دي.

هغه زیاته کړه: "د یخچال په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري پرښخ شوي ماین ټونیس موټر برابر شوی چې په چاودنه کې يې د موټر ټوله سپرلۍ وژل شوي، په پيل کې د يوې ښځي په ګډون څلور تنه ځای پر ځای وژل شوي درې تنه چي یوه پکښې مېرمن شامله وه هغه پوليسو روغتون ته را انتقال کړه خو د سختو ټپونو له کبله هغه درې ټپیانو هم ساه ورکړه."

تر دې یوه اونۍ مخکې د ګرشک په څنګ لوري موسی کلا ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې ۷ تنه ملکي کسان وژل شوي وو.

امنیتي مقامات په ګرشک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې مسئول وسله وال طالبان ګڼي خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

بلي خواته د کندهار په شاه ولیکوټ او خاکرېز ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښتي شوي.

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې ۱۱ برید کوونکې وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته وويل چې لومړی وسله والو طالبانو په ماڼو سیمه کې د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړه چې وروسته هوايي قواوو پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې هوايي بریدونه د قاطع ماموریت د پوځونو له لوري د افغان سرتیرو په دفاع کې شوي، خو د کندهار د پوليسو ویاند په دې اړه جزئیات نه لرل.

دغه راز د کندهار امنیه قومندان پاسوال تادین خان پر خپل ټويټر لیکلي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د یوه کمين په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.