د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې په ځانمرګي برید کې شپږ پولیس ووژل شول


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه مرکز مخ ته د یو موټر بم ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه شپږ پوليس وژل شوي دي.

برید د شنبې په ورځ ( جنوري۸) له ماښام وروسته د ګرشک ولسوالۍ د بازار په خوله کې شوی دی.

دغه ځانمرګي برید د کندهار ـ هرات د لويې لارې پر سر د ګرشک عمومي پول هم زیانمن کړی دی.

د ګرشک امنيه قومندان سمونمل خپلواک امریکا غږ ته وويل چي د ځانمرګي بريد موخه د ولسوالۍ په بازار کي دننه چاودنه وه.

هغه وویل: "چاوديدونکي توکي په حاموي موټر کي ځای پر ځای شوي وو او بريدګر غوښتل يوه لويه خونړۍ پېښه دننه په ښار کې رامنځ ته کړي. زموږ پوليسو يې مخه نيولې خو بريد کونکي چاودنه کړې او زموږ شپږ پوليس په کښې وژل شوي. د ګرشک پول ته هم زيان رسيدلی خو تګ راتګ ور باندي کيدای شي."

ګرشک د لښکرګاه په شمال کې د کندهار ـ هرات په لويه لار کې ده چي د هلمند د نورو سيمو په پرتله يې امنيت خوندي بلل کيږي.

تر اوسه چا د دغه برید مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG