زابل کې ۸ پولیس د خپلو ملګرو لخوا وژل شوي ـ سرچینه

په زابل ولایت کې د یوه نفوذي برید پر په ترڅ کې ۸ پوليس د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي دي.

پېښه نن شنبه سهار وختي څلور بجې د شهرصفا ولسوالۍ د جلدک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د زابل د امنیت امر سمونوال اصف توخي اشنا راډیو ته وويل چې نفوذي پېښه رامنځته شوې، خو په اړه به يې بشپړه معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خو د زابل د امنيې قومندانۍ یوه لوړ پوړي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې تر پېښي وروسته ۸ نور پوليس نا درکه شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې سیمي ته د تحقیقاتو لپاره پلاوی رسیدلی او د پېښي په اړه تحقیقات پيل شوي.

دغه سرچینې اشنا راډیو ته وويل"د انتنانو او سوځېدلي په امنیتي پوستو کې چې د یو بل په څنګ کې دي ټول ۱۶ پوليس موجود وو، پېښه څه کم څلور بجې نن سهار رامنځته شوې ۸ جسدونه په پوسته کې پاته شوي او ۸ نور پوليس نا درکه دي، خو د هغوی په اړه به معلومات وروسته څرګند شي."

امنیتي مسئولین وايي، چې ګمان کیږي تر پېښي وروسته لادرکه شوي ۸ پوليس به د خپلو نورو ۸ همکارانو د وژل کیدو په پېښه کې لاس ولري.

وژل شویو پوليسو د کلات – شهرصفا ترمنځ د کابل کندهار د لويې لاري د امنیت ساتلو دنده په غاړه لرل.

وسله والو طالبانو رسنیو ته د یوه بیان په لیږلو سره ادعا کړې چې په شهرصفا ولسوالۍ کې ۷ تنه نفوذي پوليس تر برید وروسته له دوی سره یو ځای شوي او یو تن پوليس يې اسیر کړی.