د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج او په بلوچستان ايالت کې د سياسي ګوندونو او د سوداګرو د اتحاديو لخوا د پيه جام کاربنديز له امله د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵) ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
د اسلام اباد انتظاميې د تعليمي ادارو د تړلو اعلان په داسې حال کې وکړ چې حکومت د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴) د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند د احتجاج د مخنيوي لپاره پلازمېنه کلا بنده کړې او هغه ښار ته تلونکې لويې لارې يې په کنټېنرونو تړلې دي.
پر دې سربېره د اسلام اباد په يوشمېر ساحو کې د انټرنېټ او موبايل تليفون خدمات هم ځنډول شوې دي.
دا تر هغه وروسته ده چې پي ټي ای د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د راخوشې کولو لپاره په پلازمېنه اسلام اباد کې د نومبر پر ۲۴ د احتجاج کولو اعلان کړی وو. د دغه ګوند يو مخکښ او د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور د نومبر پر ۲۴ رسنيو ته وويل چې په هر حال کې به له خپلې قافلې سره اسلام اباد ته ځان رسوي او تر هغه به وخته به احتجاج کوي چې تر څو عمران خان نه وي خوشې کړل شوی. نوموړی اسلام اباد ته له خيبر پښتونخوا څخه د پي ټي ای د تلونکې احتجاجي قافلې مشري کوي.
د پي ټی ای لخوا د احتجاج تر اعلان وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او د اطلاعلاتو وزير عطاالله تارړ ويلي دي چې په اسلام اباد کې که هر چا د احتجاج هڅه وکړه نو ونیولی به شي. په همدې لړ کې پوليسو په اسلام اباد او پنجاب ايالت کې د پاکستان تحريک انصاف سلګونه غړي نيولي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې پر نهمه نیول شوی وو خو د سترې محکمې له خوا د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړل شو. تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د اداري فساد په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپينډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې محکمو د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان د هغه پرضد جوړې شوې ټولې قضيې رد کړي او ويلي يې دي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.
په عين حال کې پوليسو اډياله زندان ته تلونکې لاره هم د کنټېنرونو په واسطه د ټرافيکو پرمخ تړلې ده . پوليسو زياته کړې ده چې هيچا ته به د اډياله زندان پر لوري د احتجاج کولو اجازه نه ورکول کېږي.
بلوچستان کې د تعليمي ادارو د تړل کېدو اعلان شوی
د پاکستان د بلوچستان ايالت د پوهنې وزيرې راحيلې درانۍ د نومبر پر ۲۴ اعلان وکړ چې په دغه ايالت کې به د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵) ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه تړلي وي.
هغې دا اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د بلوچستان سياسي ګوندونو او د سوداګرو اتحاديو د يو ۱۰ کلن ماشوم د تښتونې پرضد د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵) په ټول ايالت کې د پيه جام اعتصاب کولو غږ کړی وو.
د محمد مصور خان په نامه دغه ۱۰ کلن ماشوم، چې د کوټې د یو صراف راز محمد کاکړ زوی دی، د نومبر پر ۱۵(لړم ۲۵) ناڅرګنده کسانو د کوټې ښار له ملتاني محلې څخه تښتولی وو . تر اوسه پورې نه ده معلومه چې هغه چا او ولې تښتولی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د دغه ماشوم د تښتول کېدو پرضد د نومبر پر ۱۹ (لړم ۲۹) په بشپړه توګه کار بندیز وو او د ښار ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي وو.
د کاربندیز اعلان د بلوچستان د سوداګرو اتحاديې کړی وو چې د دغه ايالت سیاسي ګوندونو او مدافع وکیلانو یې هم ملاتړ کړی وو.
د تښتول شوي ماشوم خپلوانو، سوداګرو او د سیاسي ګوندونو غړو د بلوچستان ايالتي پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت هم وهلی دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې تښتول شوی ماشوم ژر تر ژره پیدا او خوشی کړي.
بلخوا د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ويلي دي چې ايالتي حکومت د محمد مصور د خوشې کولو لپاره جدي هلې ځلې کوي.