مصر غزې ته د اړینو بشري مرستو دپاره 'لار پرانیزي'

د غزې او مصر تر منځ د رفح لاره

د مصر یوې امنیتي سرچینې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) وویل، دغه هېواد له غزې سره پولې ته څېرمه کانکریټي بلاکونه لیرې کړي دي، او هیله یې څرګنده کړې چې په غزه کې بند پاتې فلسطینیانو ته د اړتیا وړ مرستو رسول پیل شي.

ملګرو ملتونو د غزې تړانګې دننه وضعیت "سخت ناورین" بللی دی. په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت د وروستيو شمیرو له مخې، د اسرائیل له خوا پر غزه باندې په روانو بمباریو کې له ۳۷۰۰ څخه ډیر فلسطینیان ، په ځانګړي توګه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا بمبارۍ د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل د حماس وسله والو د اکتوبر د اوومې د ناڅاپي برید په ځواب کې ترسره شوي، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسرائیلیان پکې ووژل شول، چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

ملګري ملتونه وايي، د غزې له ۲،۴ میلیونو نفوس تر یو میلیون ډېر بې ځایه شوي، بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، او پر پوله په مرستو بار لاریو ته تراوسه غزې ته د ننوتلو اجازه نده ورکړل شوې.

اسرائیل له غزې سره د خپلو پولو د پرانیستلو انکار کړی خو د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په منځګړیتوب غزې ته د مرستو رسولو په خاطر د مصر س د رفح بندر د پرانیستلو پرېکړه شوې ده. دا غزې ته د تللو یوازني لار ده چې د اسرائیل تر کنټرول لاندې نه ده.

دا مطلب هم ولولئ بایډن: مصر غزې ته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسیدو لپاره د رفح بندر په پرانیستلو موافقه وکړه

مرستې را ټولې شوې، خو تر اوسه غزې ته څه نه دي رسېدلي.

د مصر دولتي تلویزیون القاهره نیوز ویلي وو چې د رفح لاره به د جمعې په ورځ پرانستل شي، خو د مصر حکومت ویلي چې د سړکونو د ترمیم لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

عیني شاهدانو فرانس پرس ته وویل، مصر لا هم د دې سړکونو ترمیم کوي او د جمعې په ورځ "موټر او مصري وسایل د فلسطین لوري ته د سړک د ترمیم لپاره تللي."

د بایډن په منځګړیتوب د تړون په اساس په مرستو بار ۲۰ لاریو ته به غزې ته د تللو اجازه ورکړل شي. اسرائیل ددغو مرستو دپاره شرط ایښی چې یوازې ملکي وګړو ته ورسیږي او د حماس وسله والو لاس ته و نه لویږي.

اسرائیل همدارنګه شرط ایښی چې دا مرستې باید یوازې د غزې تړانګې په جنوب کې وویشل شي. اسرائیل د غزې تړانګې اوسیدونکو ته له وړاندې ویلي چې د تړانګې جنوب ته کډه وکړي.

دا مطلب هم ولولئ ملګري ملتونه: د غزې خلک د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه لري

خو د روغتیا نړیوال سازمان د بیړني حالت رئیس مایکل ریان د بایډن په منځګړیتوب د مرستو معامله "د اړتیا د سمندر د یو څاڅکي" په توګه بیان کړ ، ویې ویل په مرستو بار لږ تر لږه ۲۰۰۰ لاریو ته اړتیا وه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په وینا ، د امریکا پخواني سفیر سټټرفیلډ غزې ته د بشري مرستو د همغږۍ په موخه له اسرائیلي او مصري چارواکو سره لیدلي ترڅو شوی تړون په سمه توګه پلی شي.

د بشري حقونو د څار ادارې اندېښنې

په عین وخت کې د بشري حقونو د څار ادارې اندېښنه ښودلې چې که غزې ته مرستې ونه رسیږي، د ډیرو خلکو ژوند به د خطر سره مخامخ شي.

د اسرائیل او فلسطین لپاره د بشري حقونو د څار ادارې رئیس عمر شاکر وایي چې ولسمشر بایډن که دا فکر کوي چې یواځې بشردوستانه مرستې دلته د حل لاره ده، نو تیروتنه کوي ځکه دوی غواړي له خپلو بشري حقونو څخه برخمن شي.

هغه دا هم وايي، چې د روغتون په نښه کول د نړیوال قوانینو نه سرغړونه ده او باید پلټنه یې وشي. خو تر دې وروسته د نورو داسې پېښو احتمال یادوي او وايي: "د ټولو اړخونو لپاره بیړنۍ اړتیا ده چې نړیوال قانون ته غاړه کیږدي او نړیواله ټولنه دې د دې ظلمونو د مخنیوي لپاره واقعي فشار راوړي."

د غزې تړانګې په روغتون برید په انځورونو کې

عمر شاکر وايي د بشري حقونو د ترسره شویو سرغړونو د څېړنې هڅې روانې دي. نوموړی وايي: "د فلسطین د بشري حقونو سازمانونو، د اسراییلو د بشري حقونو ډلو، نړیوالو ډلو کمپاینونه کړي. او اغیزمنې ټولنې یې هم غوښتنه کړې. موږ د جرمونو نړیواله محکمه لرو چې په فلسطین کې د ترسره شوي جدي جرمونو رسمي څیړنه وکړي. د عدالت نړیواله محکمه دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې نه د مشورتي نظر غوښتنه لري."

شاکر ددغو جرمونو د څېړنې بهیر یوه ازموینه ګڼي او زیاتوي: "دا نه یوازې د هیوادونو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې لپاره یو ریښتینی ازموینه ده، بلکه دا په ډیری لارو کې د مقرراتو پراساس نړیوال نظم او د دې بنسټونو د اعتبار ازموینه ده."

عمر شاکر د غزې د اوسېدونکو د اړتیاوو په اړه وايي چې: "هغه څه چې فلسطینیان غواړي نورې پیسې نه دي، دوی خپل حقونه غواړي. دوی غواړي په ازاده توګه خوځښت ولري؛ دوی غواړي چې د نژادي تبعیض قربانیان نه وي. دوی غواړي له خپلو بشري حقونو څخه برخمن شي."

نوموړی وايي که جو بایډن فکر کوي چې یواځې بشردوستانه مرستې د حل لاره ده، هغه به تېروتلی وي. وايي، مرستې اړینې دي خو یوازې بشردوستانه مرستې کفایت نه کوي.

شاکر زیاتوي: "هره ورځ، هره اونۍ، چې دا (بندیز) دوام لري، تاسو د غزې د ۲.۲ ملیونه نفوس ژوند له خطر سره مخامخ کوئ، چې نیمایي یې ماشومان دي. خلک لا دمخه ځوریږي. ځینې د بشري وضعیت له امله ناروغه کیږي. خلک به مړه شي؛ خلک شاید دمخه مړه شوي وي."