د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو غزې ته "په چټکه توګه" د بشري مرستو د رسیدو غوښتنه وکړه


په بشري مرستو بار لارۍ چې د رفح په بندر کې ولاړ دي.
په بشري مرستو بار لارۍ چې د رفح په بندر کې ولاړ دي.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو غچ اخیستونکي بریدونه دوام لري، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، غزې ته د بشري مرستو د "چټک او بې خنډه" رسیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۹(تلې۲۷مه) د مصر په پلازمینه قاهره کې وویل: "موږ همدا اوس خوراکي توکو، اوبو، درملو او د سون توکو ته اړتیا لرو. موږ دغو توکو په پراخه پیمانه اړتیا لرو چې لړۍ یې باید دوام ومومي. دا کوچنی عملیات نه دي."

هغه زیاته کړه: "په ساده ژبه... پدې مانا چې مرستندویان باید وکولای شي، چې دغه مرستې په خوندي توګه انتقال او وویشلای شي."

د مصر او غزې تر منځ د رفح بندر، غزې ته د تګ راتګ یوازینۍ لار ده، چې د اسرائیلو لخوا نه کنټرول کیږي، خو اسرائیلي ځواکونو تېره اوونۍ څلور ځله دغه سیمې باندې بمباري وکړه.

بلخوا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن پرون (د اکتوبر ۱۸مه) وویل، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي موافقه کړې چې د غزې تړانګې ته د مرستو د لومړۍ جوپې د رسیدو لپاره د رفح لاره پرانیزي.

ولسمشر بایډن وویل: "هغه (د مصر ولسمشر) موافقه وکړه چې د مرستو ددغه بهیر د پیلیدو لپاره، په لومړي سر کې شلو لاریو ته اجازه ورکړي."

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسول، مارتین ګریفیتس وايي، چې د غزې د اوسېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ شاوخوا سلو لاریو ته اړتیا ده.

تر دې مخکې د اسرائيلو د صدراعظم بنیامین نتنياهو دفتر، په یوې اعلامیې کې ویلي و، چې د مصر له لارې غزې ته به يوازې د اوبو، خوراکي توکو او درملو د رسیدو اجازه ورکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې:" د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د غوښتنې او د اسرائیلو د کابینې د پریکړې پر بنسټ به اسرائیل د هغو بشري مرستو مخه ونه نیسي، چې د مصر له لارې سویلي غزې تړانګې ته یوازې د ملکي خلکو لپاره رسېږي."

خو په ورته وخت کې د اسرائیلو د صدراعظم د دفتر لخوا په یادې اعلامیې دا هم ویل شوي، چې دا مرستې باید د حماس ډلې لاس ته و نه لویږي، هغه ډله چې د اکتوبر په اوومه یې پر اسرائیلو برید وکړ.

ولسمشر بایډن هم ویلي، چې دا بشري مرستې به ملګري ملتونه وویشي، خو خبرداری یې ورکړ: "که چیرې حماس دا مرستې ضبط کړي یا یې پرې نه ږدي ... نو دا بهیر به پای ته ورسیږي."

همداراز د ملګرو ملتونو سرمنشي د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سمیع شکري سره په ګډه خبري ناسته کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

شکري وویل، چې د سولې لپاره د قاهرې غونډه چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون جوړه شي، هڅه به وکړي چې "د اوربند " او همدارنګه "د بشري مرستو رسولو څخه ډاډ ترلاسه شي."

په اسرئیل باندې د حماس له بریدونو وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، اسرائیل د غچ اخیستو لپاره په غزې باندې بریدونه پيل کړي دي. مقامات وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۸۰۰ فلسطينیان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي، وژل شوي دی.

ګوتیریش همدا راز له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو "سمدستي اود قید او شرط څخه پرته د خوشې کولو" غوښتنه وکړه، چې د اسرائیلو په وینا، شمیر یې ۲۰۳ تنو ته رسیږي.

هغه پر اسرائیلو هم غږ وکړ چې، "بشري مرستو ته سمدستي او په پراخه کچه اجازه ورکړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، د فلسطین خلک په ډېر بد حالت کې دي او د حماس "وحشیانه" بریدونه "د فلسطین د خلکو ډله ایزه سزا نشي توجیه کولی."

هغه ددې خبر په ویلو چې "د ملکي وګړو ساتنه اړینه ده"زیاته کړه:‌"د نړیوالو قوانینو ته باید درناوی وشي. "

ښاغلي ګوتریش وویل: "پر روغتونونو، ښوونځیو یا د ملګرو ملتونو پر تاسیساتو هر ډول برید د نړیوالو قوانینو له مخې منع دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG