د مصر پوځ وايي د جهادیانو په برید کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي 

د مصر سرتېري

د مصر پوځ وايي چې ۱۱ سرتېري یې د صنعا ټاپو وزمې ته نژدې د سویس کانال په زون کې، چې د جهادیانو مرکز بلل کېږي، د یو «تروریستي» برید د خنثی کولو په هڅه کې وژل شوي دي.

دا په تېرو څو کلونو کې په دغې او نورو ورڅېرمه سیمو کې د داعش د وفاداره جنګیالیو په ضد عملیاتو کې د مصر پوځ ته تر ټولو درانه تلفات بلل شوي دي.

په جګړې کې پنځه نور سرتېري ژوبل شوي هم دي او د مصر پوځ ویلي دي چې امنیتي ځواکونو «د ترهګرو تعقیب روان ساتلی او هغوی یې د صنعا په یوې منزوي سیمې کې محاصره کړي» دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «د ترهګرو دا عملیاتونه به د هېواد هوډ مات نکړي او پوځ به د ترهګرو د بیخ اېستلو عملیات روان ساتي.»

د امریکا حکومت د مصر په سرتېرو باندې دغه ترهګریز برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د مصر پوځ وايي دا پېښه تېره ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷مه) شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د امریکا متحده ایالتونه له لسیزو راهېسې په سیمه کې د تروریزم په مقابل کې د مصر قوي ملګری و او وي به.»

د ۲۰۱۸ د فبروۍ له میاشتې راهېسې د مصر پوځ او پولیسو د صنعا په ټاپو وزمه کې د اورپکو په ضد عملیات پیل کړي. د رسمي شمېرو له مخې په دغو عملیاتو کې څه باندې ۱۰۰۰ ترهګر او سلګونه امنیتي پرسونل وژل شوي دي.

څه موده مخکې د مصر حکومت له اسرائیل سره موافقه وکړه چې د داعش ډلې د اورپکو د ځپلو لپاره د رفاه په سرحدي ښارګوټي کې د سرتېرو شمېر زیات کړي. څو میاشتې مخکې د مصر حکومت د صنعا په ټاپو وزمه کې د ۱۳ ترهګرو د وژل کېدو د خبر ورکولو تر څنګ دا هم وویل چې د دوی نهه سرتېري هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په وروستیو کلونوکې د تیلو هغه پایپلاینونه، چې اسرائیل او اردن ته تیل انتقالوي‌، د ترهګرو اصلي هدف ګڼل کېږي.