د لاس رسي وړ اتصالات

په سودان کې پوځ له واکه غورځول شوی او صدراعظم بیرته راوستل شوی


د سودان د پوځ مشر د واکه د غورځول شوی صدراعظم سره تړون لاسلیک کړ او بیرته واک ته ورسید.
د سودان د پوځ مشر د واکه د غورځول شوی صدراعظم سره تړون لاسلیک کړ او بیرته واک ته ورسید.

د سودان د پوځ مشر چې صدراعظم عبدالله حمدوک یې له واکه لیرې کړی و د یکشنبې په ورځ یې د نظامیانو لخوا د واک نیولو د پریکړې د بدلولو لپاره د ښاغلي حمدوک سره یو تړون لاسلیک کړ.

جنرال عبدالفتاح البرهان په پایتخت خرطوم کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د واکه د غورځول شوي صدراعظم سره یو ځای په مراسمو کې راښکاره شو چې په مستقیمه توګه په ټلویزیون کې هم خپریدل.

د دوی ترمنځ‌ تړون ۱۴ مادې لري او له مخې یې واک د نظامیانو نه بیرته ملکې ادارې ته سپارل کیږي.

په سودان کې د نظامیانو او ملکیانو تر منځ پدې تړون کې ملګرو ملتونو، افریقایي او لویدیځو هیوادونو او همدارنګه پخپل د سودان مشرانو خبرې اترې کړيدي. په یوې برخې کې یې ویل شوي، " د صدراعظم د واکه لیرې کیدل لغوه شول".

په تړون کې همدارنګه ویل شوي چې ټول سیاسي بندیان به خوشې کیږي او په بشپړه توګه دیموکراسۍ ته د اوښتو پروسه چې په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني دیکتاتور عمر البشیر له واکه د لیرې کیدو نه وروسته پیل شوې وه، بیا پیل شي.

صدراعظم حمدوک د تړون د لاسلیک کولو نه وروسته د خلکو قدرت "انقلاب" وستایه چې د هغه حکومت یې بیرته احیا کړ او پخپلو خبرو کې یې وویل چې لومړیتوب ورته تر هر څه مخکې په سودان کې د وینې د تویدو مخنیوی دی.

هغه وویل، " دا چې په سودان کې به څوک واکمني کوو، دا انتخاب د هیواد غښتلي ولس ته پریږدو". په همدې حال کې د پوځ مشر جنرال برهان بیا د صدراعظم حمدوک څخه د هغه د خدمت په خاطر مننه وکړه او هوډ یې وکړ چې د بدلون د بهیر لپاره به شفاف او آزاد انتخابات کیږي.

هغه وویل، " هغه (صدراعظم حمدوک) د همدې شیبې تر رسیدو پورې حوصله مند و".
د امریکا متحده ایالاتو، افریقایي اتحادیې، ملګرو ملتونو، سویډن، سعودي عربستان او مصر چې د سودان د پوځ سره قوي اړیکې لري دغه تړون یې ستایلی.

افریقایي اتحادیې په یوې اعلامیې کې دا تړون په سودان کې د اساسي قانون بیرته واکمن کیدو لپاره یو مهم ګام بللی. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په ټویټر کې لیکلي چې په خبرو خوښ دی او د سودان د امنیتي ځواکونونو نه یې غوښتې چې د مظاهره چیانو پر ضد دې داندازې نه د زیاتې قوې څخه کار نه اخلي.

XS
SM
MD
LG