سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ۷ کاریګر وژلي

د افغانستان د کانونو او پټرولېم وزارت وايي، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله ۷ کان کیندونکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ د «غويي میاشتې پر ۲مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه پرون ناوخته د دره صوف ولسوالۍ اړوند «دره تور» کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو په دغه سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې په غیر قانوني توګه کیندنې کولې چې په کان کې د میتان ګاز له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

"دلته خپل سرې کیندنې کېدلې چې اوه تنه پکې وژل شوي دي،موږ دغه موضوع د کانونو د ساتنې له امنیتي کمېټې له لارې جدي تعقیبوو، تر څو د غیر قانوني کان کیندونو مخنیوی وشي."

نوموړي زیاته کړه چې یادې غیر قانوني کیندنې اکثره وخت د شپې لخوا تر سره کېږي چې پرمهال یې ورته پېېښې رامنځته کېږي.

خو د سمنګان ولایت د ولایتي شورا رئیس راز محمد موحد بیا نن دوشنبه امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې ۸ کان کیندونکي وژل شوي دي.

دا په دره صوف ولسوالۍ کې د کانونو د نړېدو لومړۍ پېښه نه بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې میاشتې پر ۱۹مه نېټه هم د سمنګان ولایت په یاده ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله ۶ کاریګر وژل شوي و.

د افغانستان د کانونو او پټرولېم وزارت مخکې هم امریکا غږ ته ویلي و چې د دغه ولسوالۍ په ځینو برخو کې د یو شمېر کسانو لخوا غیر قانوني کیندنې کېږي چې له امله یې ورته پېښې رامنځته کېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو، خپل سرو زورواکوو او مافیايي کړیو لخوا په غیر قانوني توګه د کانونو کیندنې تر سره کېږي.

په افغانستان کې د کانونو غیري قانوني کیندنې له جنجالي موضوعاتو څخه دي چې په اړه یې د حکومت په ګډون بېلابېلو بنسټونو اندېښنې ښودلي دي.