افغانستان کې تازه ۲۱۳ تنه کرونا نیولي او ۱۸ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې ۱۸ تنه د کروناویروس له امله مړه شوي او ۲۱۳ تنه ورباندې تازه اخته شوي دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس له امله د مړو شویو کسانو رسمي شمیر ۱۹۳۹ ته پورته شو.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو رسمي شمیر ۴۸۷۵۳ ته رسیدلی دی.

خو دغه وزارت تائید کړې چې په کروناویروس د اخته ناروغانو له شمیرې ۳۸زره او ۲۲۱ یې بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د کروناویروس له امله د مړو شویو او اخته شویو کسانو تر ټولو زیاتې پېښې په کابل کې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په کابل کې د کروناویروس له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۳۳۷ او د اخته شویو کسانو شمیر ۱۷۲۸۰ ته رسېږي.

له کابل وروسته په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د کروناویروس له امله د مړو شویو او په دغه ویروس د اخته شویو کسانو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره کابو یو کال وړاندې د چین د هوبي ایالت په ووهان کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰) په نړۍ کې څه باندې ۶۹میلیونه کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمیرې له یو نیم میلیونو څخه زیات کسان ترې مړه شوي دي.