د خبریال الیاس داعي د قتل په تور یو تن نیول شوی ـ چارواکي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په هلمند کې د ازادۍ راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي او په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون د وژل شوې خبریالې ملالي میوند قاتلین یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته ډسمبر لسمه(لېندۍ۲۰) ویلي چې نیول شوو کسانو د الیاس داعي او ملالۍ میوند په وژلو کې مستقیم لاس درلود او پر خپل جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي"‏یو تن طالب تروریست چې په مستقیم ډول یې د هلمند په ولایت کې د شهید الیاس داعي په قتل کې لاس درلود ونیول شو، او پخپل جرم یې اعتراف وکړ."

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لړم میاشتې پر ۲۲مه نېټه د هلمند مرکز لښکرګاه کې د هغه په موټر پسې د نښلول شوي چسپکې ماین په چاودنه کې ووژل شو.

تر دا مهاله د هغه د وژلو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د انعکاس خصوصي تلویزیون د خبریالې ملالۍ میوند او د هغې د موټر چلوونکي د قتل په تور یې هم یو تن نیولی دی.

یاد وزارت ویلي چې دغه کس یې د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې نیولی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

ملاله میوند تیره ورځ له خپل موټر چلوونکي سره په جلال اباد ښار کې دندې ته پر لار په وسله وال برید کې ووژل شول.