کابل کې یو شمیر سفارتونه: د سولې په خبرو کې دې ښځو ته ونډه ورکړل شي

په کابل کې د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، جرمني، هالند، ناروې، سویډن، برتانیې او د اروپايي ټولنې پلاوي په یوې ګډې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د افغان سولې د مذاکراتو دواړه خواوې دې په دې بهیر کې ښځو ته معنالرونکې ونډه ورکړي.

دغو ډیپلوماټیکو بنسټونو د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له جوړېدو څخه هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا اقدام به د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو نېټې د ټاکلو لامل شي.

په اعلامیې کې راغلي: "د افغانستان حکومت او طالبان باید د رهبرۍ شورا، مذاکراتي ډلو، مشورتي شوراګانو او تخنیکي ډلو په ګډون د سولې د بهیر په ټولو اړخونو کې ښځو ته ونډه ورکړي. موږ له دواړو خواو څخه غواړو چې ترڅو په شرایطو برابر د لازیاتو ښځو د ګمارنې لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي".

دغو هېوادونو همداشان له نارینه‌و څخه غوښتي چې ښځې د سولې په بهیر کې د ګډون لپاره وهڅوي.

کابل کې دغو ډيپلوماټیکو بنسټو ویلي چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو قانوني حقونه لکه کار کول، زده‌کړه، د سفر کولو آزادي، د ټولنو جوړول او روغتیايي مراقبتونه خوندي وساتل شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په ټولو چارو کې د ښځو له پراخ حضور پرته یو هېواد هم بریا ته نشي رسېدلی او په افغانستان کې سوله او هوساینه هم ښځو ته د هغوی د حقونو ورکولو پورې تړلې ده.

کابل کې د لویدیځو هېوادونو دغو سیاسي استازولیو په داسې حال کې د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی چې د افغان حکومت له خوا په اعلان شوي ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوي کې پنځه ښځې ګډون لري.