هلمند کې د زرګونو طالبانو په مرګ ژوبله، پوځي عملیات پای ته ورسیدل

په هلمند کې د افغانستان د پوځ مقامات وايې چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته رسولي او د ښار د امنیت په اړه اندېښنې رفع شوي دي.

په جنوب لویدیځ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات په یوه مطبوعاتي ناسته کې خبریالانو ته وويل چې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیاتو کې يې هغه سیمي بیرته تر دولتي حاکمیت لاندې راوستلي چې د څلورو اونیو په موده کې سقوط شوې وې.

هغه زیاته کړه: "تر اختر وروسته په تیرو ۲ اونیو کې موږ ۹ پوځي عملیات تر سره کړه چې په لښکرګاه، نهرسراج او خانشین ولسوالیو کې تر سره شوي، وسله والو طالبانو په هلمند کې سل ګونه حملې وکړې چې ډېر تمرکز يې پر لښکرګاه ښار باندې و خو پر وړاندې يې زموږ پوځي عملیاتو کې ۷۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې ۳۱ يې مهم جګړه‌یز قوماندانان وو، د هلمند په جګړه کې موږ ګټونکي یو او ټوله هغه اراضي چې دوی نیولې وه بیرته مو ورڅخه نیولي".

دغه راز د پوځ مقامات زیاتوي چې د لښکرګاه ښار د دایمي امنیت لپاره امنیتي کمربند د ښاري سیمو پر ځای د ښار په ګاونډيو ولسوالیو کې جوړ شوی دی.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو د ډله ییزو حملو له امله د ښار د سقوط په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

خو د هلمند ولایتي شورا وايي چې لاهم په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه موجود دي.

د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان امریکاغږ ته وويل چې که څه هم وروستي پوځي عملیات د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره اغېزمن دي خو دوی تمه لري چي د هلمند امنیت ته اساسي پاملرنه وشي.

ښاغلي افغان وویل: "هغه اندېښنې چې لښکرګاه به سقوط کوي او خلک به له لوی مشکلاتو سره مخ شي تر دغو عملیاتو وروسته له منځه تللي خو لاهم د ښار په مرکزي برخو کې د وسله والو طالبانو حضور شته، همدا اوس شورا ته د بولان د شنې ساحې خلک راغلي وو چې زر ګونه جریبه غنم يې لو ته تیار دي خو د جګړې له کبله يې حاصل څوک نشي اخیستلای، اړتیا ده چې د خلکو د امنیت لپاره ټول اړین ګامونه واخیستل شي تر څو بیا ښار له لوړ ګواښ سره مخ نشي".

له دې سره، سره لاهم د کندهار – لښکرګاه لویه لاره له امنیتي پلوه ګڼي ستونزي لري.

دغه لویه لاره د لښګرګاه ښار لپاره یوازنۍ مواصلاتي لاره ده چې له تیرو ۶ میاشتو راهیسې پرې وسله وال طالبان پراخ حضور لري او کله نا کله د ترافیکو پرمخ په بشپړه توګه وتړل شي.

جنرال سمیع سادات وايي چې د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د امنیت لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي.

هغه زیاتوي: "د کندهار - هلمند لار خپل مشکلات لري چي زیربناوې يې لمنځه تللي او د ماینونو خطر ورباندي موجود دی موږ له ملکي ادارو سره په همغږۍ د یادې لارې د امنیت ټينګښت او د زیربناو د بیا رغاونې چارو ته هم کلکه پاملرنه لرو چې لار په بشپړه توګه خوندي شي".

د هلمند د امنیت په اړه له تازه اندېښنو وروسته ولسمشر غني دغه ولایت ته دوه اونۍ وړاندې نوی والي او امنیه قومندان هم وګمارل.

وسله والو طالبانو د هلمند د وروستیو امنیتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.