د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا: طالبانو په افغانستان کې چور او چپاول ته لاره پرانیستې


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، دغه هیواد نور د تروریزم ځاله نشي کېدای او په خبره یې طالبانو ته به خپله غلط فهمي ګرانه تمامه شي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن شنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) رسنیو ته په لېږلې غږیز پيغام کې ویلي چې طالبانو د جګړې پر شدت تمرکز کړی او په وینا یې د سیمو د نیولو په نوم یې چور ته زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړې: "طالبانو د خپل زور مطابق هر وخت د جګړې پر شدت تمرکز کړی دی او بیا بیا یې د سیمو د نیولو په نامه هلته چور او چپاول ته زمینه سازي کړې ده. افغان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته په مېړانه ولاړ دي او هیڅ څوک دلته د زور او جبر حکومتداري نشي کولای ،طالبانو ته به خپله غلط فهمي ډيره درنه تمامه شي."

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو په لغمان کې د افغان ځواکونو ځینې پوستې او سیمې ونیولې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي تصویرونو کې ښودل کیږي‌ چې ځینې خلک د افغان ځواکونو له پوستو او تاسیساتو څخه وسایل «چور» کوي.

تر دې مخکې په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو له بریدونو وروسته د داسې پېښو تصویرونه خپاره شول.

ښاغلي اندړ زیاته کړې چې افغانستان نور د تروریزم ځاله نشي کېدای او زیاتوي چې چې افغان امنیتي ځواکونه پر خپل ځان متقي شوي دي.

د امنیت شورا ویاند وايي چې نړیوالو د افغان ځواکونو ملاتړ نه دی پریښی او د پوځي روزنې او مالي ملاتړ چارې د پخوا په څېر روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعونو کې د هیواد په اتو ولایتونو کې بریدونه کړي دي.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د یادو بریدونو پرمهال ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG