اردوغان د ناڅاپه ناروغۍ له کبله په انتخاباتي غونډو کې ګډون لغو کړ

رجب طيب اردوغان، د ترکیې ولسمشر

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د چهارشنبې په ورځ اپريل ۲۶ (غوايي شپږمه) د ناڅاپه ناروغۍ له کبله په داسې حال کې په انتخاباتي غونډو کې خپل ګډون لغو کړ چې عمومي ټاکنو ته یوازې درې اونۍ پاتې دي.

په ترکیه کې د مې ۱۴ عمومي ټاکنې په تیرو سلو کلونو کې د دغه هیواد تر ټولو مهمې ټاکنې ګڼل کیږي.

ټاکل شوې وه چې اردوغان د چهارشنبې په ورځ په مرکزي اناتولي ولایتونو کې د ټاکنیزو مبارزو په درې غونډو کې برخه واخلي. خو نوموړي وویل چې پر ځاى به یې د ولسمشر مرستيال فوات اوکتاى په دغو غونډو کې ګډون وکړي. ویل کیږي چې نوموړی د معدې د درد له کبله ندی توانېدلی چې د انتخاباتي مبارزو په غونډو کې ګډون وکړي.

اردوغان په ټوېټر کې لیکلي: "نن به د خپلو ډاکټرانو له مشورې سره سم په کور کې استراحت وکړم، انشاالله موږ به له سبا څخه خپل پروګرام ته دوام ورکړو."

اردوغان هڅه کوي هغه وروستۍ نظرپوښتنې چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د هغه د بریا احتمال لږ ښودلی، بدلې کړي او په تېرو دوو لسیزو کې په ټاکنو کې خپلو پرله پسې بریاوو ته دوام ورکړي.

هغه د سیکولر اپوزیسیون مشر او د ولسمشرۍ نوماند کمال قیلیچداراوغلو سره په سیالۍ کې ډېر نږدې دی. په عین حال کې اردوغان په هیواد کې له سخت اقتصادي بحران او په ترکیه کې د فبرورۍ د مرګوني زلزلې له اغیزو سره مخامخ دی چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۵۰ زره کسان مړه شول.

خو د سه شنبې په ورځ ناوخته، اردوغان په ژوندۍ تلویزیوني مرکه کې ناروغ شو، او خپرونه یې پرېښوده.

د ترکیې د اپوزیسیون ۷۴ کلن مشر قیلیچداراوغلو د سه شنبې په ورځ د لومړيو سیاستوالو په ډله کې و چې اردوغان ته یې د روغتیا هیله وکړه.

د خلکو د جمهوریت ګوند مشر قیلیچداراوغلو د شپږو مذهبي او سیکولر ګوندونو یو انتخاباتي ایتلاف جوړ کړی او ډیرو نظرپوښتنو نوموړی د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ګڼلی دی.

نظرپوښتنو دمخه ښودلې وه چې قیلیچداراوغلو به د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریالی شي، خو تازه نظرپوښتنو ښودلې چې د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي دویم پړاو ته وغځیږي.