د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې خپلواکې رسنۍ د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د حکومت د چلند په اړه اندېښنه لري


عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

په داسې حال کې چې ترکیه د مۍ میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نږدې کیږي، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو ملاتړو د هغو رسنیو پر ضد د حکومت د اقداماتو غندنه کړې ده چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان واک ننګوي.

د رسنیو فعالین وايي حکومتي ادارې که څه هم تراوسه د خپلواکو رسنیو په مهارولو کې تر یوه حده برلاسې وې، خو له دې وروسته دا کار شونی نه ښکاري.

د "ډاکوز۸" خبري شبکه په ټوله ترکیه کې خبریالان لري او د ټاکنو په اړه ځانګړې خپرونې کوي. ددې رسنۍ چلوونکی ګوخان بیچي وايي، خپلواکو رسنیو د خپل نفوذ ساحه پراخه کړې ده او د حکومت له لوري د انحصار هڅې به مثبتې پایلې ونلري. نوموړی وايي:" زه ویلای شم چې د ټاکنو په ورځ به د خپلواکو رسنیو لیدونکي او پلویان د حکومت پلوه رسنیو د پلویانو په پرتله خورا ډیر وي."

خو د رسنیو تنظیموونکي حکومتي ادارې، خپلواکه رسنیزې ادارې جریمه کوي، چې دا کار د رسنیو او بیان د ازادۍ د نړیوالو ملاتړو له خوا غندل شوی دی.

یو ځايي خبریال ایرول اوندروغلو وايي، د ټاکنو په وخت د حکومت له لوري د تلویزیوني خپرونو پر وړاندې مقررات نه باید د وسلې په توګه وکارول شي.

د ترکیې د هالک تلویزیون په څیر خپلواکې رسنۍ وايي چې جریمې خو اوس د کار یوه برخه ګرځیدلې، مګر اصلي ګواښ د راتلونکې میاشتې تر ټاکنو دمخه د رسنیو تړل دي.

د هالک نیوز مشره بنګو الیوم بابایکر وايي، هڅه کوي چې خپله رسنۍ د جریمو او بندېدو څخه وژغوري. نوموړې زیاتوي:" زمونږ په خپرونو کې، دوی د جریمې د توجیه دپاره، یوه جمله، مرکه یا خبره مومي. او له همدې امله مونږ تل بیداره یو."

د ترکیې د رسنیو تنظیموونکي حکومتي ادارې دا تورونه رد کړي دي.

د بندیدو او جریمې له خطر سره سره ، د هالک تلویزیون په شان د رسنیو لیدونکي وروسته له هغه زیات شول چې دې رسنیو په ترکیه او سوریه کې د فبروري میاشتې د خونړۍ زلزلې په اړه راپورونه خپاره کړل او د حکومت نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې چې ځینې دا نیمګړتیاوې پخپله ولسمشر اردوغان هم ومنلې.

شنونکي وايي، چې د عادلانه ټاکنو او انتقادي پوښښ لپاره دا ډول خپرونو د خپلواکو رسنیو د شهرت په زیاتولو کې مرسته کړې ده.

سیاست واله سیزین اوني، وايي، که ددغو رسنیو غږ نه وای، دوی به د حکومت د بې کفایتۍ په اړه څه نه وو اوریدلي. نوموړې د رسنیو د کار ستانیه کوي او زیاتوي: "ښه راپور خپرول پخپله کافي دی. دا اړینه نه ده چې یوازې د اپوزیسیون کیسې وکړي، یا د اپوزیسیون د سیاستوالو غږ شي."

د مې میاشتې د ټولټاکنو په درشل کې ازادو رسنیو نوي ټلویزیوني چینلونه پیل کړي. ډیری خبریالان چې له دندې لاس په سر شوي وو، اوس بیرته راستانه شوي ترڅو د راتلونکو ټاکنو په پوښښ کې مرسته وکړي.

د ترکیې یو شمېر خلک په دې باور دي چې دا ټاکنې ددغه هېواد په تاریخ کې ترټولو مهمې دي.

XS
SM
MD
LG