د تمې پرخلاف اردوغان زلزله ځپلو سیمو کې زیاتې رایې ګټلې

عکس (ارشیف)

تمه کیدله، چې په ترکیه کې د فبرورۍ د میاشتې زلزله او د زلزلې وروسته زلزله ځپلو ته د مرستو د رسولو په بهیر کې ګډوډي به د دغه هیواد په عمومي ټاکنو کې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان، مخالفانو ته ګټه ورسوي، خو د رایو شمیرنې ښيي، چې اردوغان په دغو سیمو کې د نورو سیمو پرتله د نورو کاندیدانو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړي دي.

په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د میاشتې زلزله او د سختې زلزلې وروسته د زلزلې ټاکانونو د ۵۰ زرو څخه زیات کسان ووژل او میلیونونه کسان یې بې ځایه کیدو ته اړ کړل.

ډیرو تحلیلګرانو تمه لرله، چې دغه تراژیدې او په ترکیه کې روان اقتصادي بحران به ممکن پر ټاکنو اغیز ولري او رجب طیب اردوغان، چې د شلو کالو راهیسې په دغه هیواد کې په واک کې دی له واکه به یې لیرې کړي.

خو اردوغان په دې وتوانید، چې په ۱۱ زلزله ځپلو ولایتونو کې د هیواد د عمومي رایو پرتله د رایو زیاته فیصدي ترلاسه کړي. هغه د عمومي رایو ۴۹.۵ فیصده رایې وګټلې په داسې حال کې، چې کمال قیلیچداراوغلو، د هغه مخکښ سیال ۴۴.۹ فیصده رایې ترلاسه کړې.

ددې لپاره چې په ټاکنو کې هیڅ کاندید ۵۰ فیصده رایې ترلاسه نه کړې، د ټاکنو دوهم پړاو به د مۍ د میاشتې په ۲۸ د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ ترسره شي.

د کمال قیلیچداراوغلو ملاتړي وايي، چې هغوی یو نوی حکومت غواړي. هغوی د زلزلې وروسته زلزله ځپلو سره د مرستو د رسولو په بهیر او په ټول هیواد کې د لومړنیو موادو د بیو او کرایه په لوړیدو انتقاد کوي.

د ترکیې په جنوب کې د ټاکنو یو څارونکي علی ګوجباکان، امریکا غږ ته وویل: "د هرڅه لومړی اقتصاد باید ښه شي. هرڅوک باید په ازاد ډول ژوند وکړي او ځپل باید پای ته ورسیږي".

دې وايي، چې ترکیه د میلیونونو کډوالو د کوربتوب له امله په سختو شرایطو کې قرار لري.

خو د سوریې له جګړو څخه د تښتیدلو کډوالو د یو کمپ اوسیدونکي، چې د زلزلې له امله بیا بې ځایه شوي وايي، چې هغوی په ټاکنو کې د اردوغان د مخالفانو له برې څخه اندیښنې لري او د هغوی د وینا له مخې ددې له امله، چې مخالفو کاندیدانو ژمنه کړې، چې کډوال به په چټک او ډله ییز ډول سوریې ته بیرته ستانه کړي.

د ولید په نوم د سوریې د کډوالو یو تن اوسیدونکي وویل: "شاوخوا ۱۳ کاله کیږي، چې مونږ په ترکیه کې اوسیږو. اول د سوریې رژیم راغی د الوتکو په وسیله یې پر مونږ بمبارد وکړ، بیا د داعش سخت دریځ راغلل، تاسو هغوی په یاد لرئ، چې داعش بې ځایه شوي کډوال حلال کړل او هرچا چې به سیګرټ څکاوه هغه به یې واژه".