اروپایي اتحادیې د پوتین او لاوروف د شتمنیو په کنګل کولو موافقه وکړله

اروپایي اتحادیې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف د هغو شتمنیو په کنګل کولو موافقه وکړه چې په اروپایي هیوادونو کې دي.

د دې اتحادیې چارواکو نن جمعه فبروري ۲۵ (کب۶) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا پریکړه په اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې شوې.

اروپایي هیوادونه په اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر په مسکو د یو بنډل بندیزونو په لګولو کار کوي او د جمعې په شپه ناوخته پدې کڅوړې کې د ښاغلي پوتین او ښاغلي لاوروف د شتمنیو کنګل کول هم ور اضافه شول.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران باید د بندیزونو دا بنډل تائید کړي.

د اروپایي اتحادیې دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې جرمني او ایټالیا د بندیزونو په بنډل کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف د شتمنیو د کنګل کولو په هکله زړه نا زړه و، خو ډیرو هیوادونو ددې اقدام ملاتړ کاوه.

د فرانس پریس خبري اژانس ددې راپور څخه وړاندې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون هم نن ویلي چې د اروپایي اتحادیې د بندیزونو په نوي بنډل کې د روسیې "تر ټولو جګپوړي" چارواکي په نښه شوي خو ښاغلي مکرون ددې چاراکو نومونه ندي اخیستي.

په همدې حال کې درې سرچینو د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د بندیزونو پدې بنډل کې به اروپایي هیوادونو ته د پوتین او لاوروف په سفر کولو بندیز ونه لګول شي ځکه اتحادیه غواړي چې دپلوماتیک چاینلونه پرانیستي وي.

روسیې تر اوسه د اروپایي اتحادیې د دې اقدام په هکله څه ندي ویلي خو جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د اعلان پر وخت خبردرای ورکړی و که هر څوک د اوکراین د دفاع لپاره د روسیې سره مقابل کیدل غواړي، د روسیې د بشپړ ځواک سره به مخ شي.

په اوکراین د روسیې د پنجشنبې د یرغل په غبرګون کې د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو په مسکو بندیزونه لګولي خو دا لومړی اقدام دی چې د روسیې تر ټولو د جګپوړو چارواکو د شتمنیو په کنګل کیدو موافقه کیږي.

دا بندیزونه پداسې حال کې لګول کیږي چې اروپایي اتحادیې ویلي د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین غواړي اوکراین تبا کړي او کړنې یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نازیانو ته ورته دي.

سره لدې چې ښاغلي پوتین ویلي په اوکراین يې ځکه یرغل کړي چې پدې هیواد کې د ډله ایزې وژنې مخه ونیسي خو د اروپایي اتحادېې ویاند پیټر ستانو خبریالانو ته وویل چې د پوتین دا خبر "په بشپړه توګه بې منطقه" ده او زیاته یې کړه چې هغه پخپله د ډله ایزې وژنې مرتک کیږي.

ویاند زیاته کړه، " هغه (پوتین) په اساسي توګه غواړي چې اوکراین تبا کړي، د اوکراین آزاداي واخلي او د اوکراین ولس ته کړاو او زجر ورسوي. دا بیخي غیرې انساني دی".

په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د پیل کولو څخه څو اوونۍ وړاندې ښاغلي پوتین پرته لدې چې کوم ثبوت ورکړي، ادعا یې کړې وه چې اوکراین پلان لري د هیواد په ختیځ کې هغه خلک له منځه یوسي چې په روسي ژبې خبرې کوي.