اروپایي اتحادیې د رفح څخه د خلکو وتلو لپاره د اسرائیل امرونه وغندل

د رفح په ښارګوټي کې څه باندې یو ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې.

د اروپایي اتحادیې د شورا مشر د غزې په جنوب کې د رفح ښارګوټي څخه د فلسطیني وګړو د وتلو لپاره د اسرائیل د پوځ لخوا ورکړل شوي امرونه وغندل.

چارلز میچل شنبه مې ۱۱ ( غوایي ۲۲) د اکس په ټولنیزې شبکې کې د اسرائیل د پوځ لخوا د خلکو د وتلو لپاره ورکړل شوي امرونه " نه منل کیدونکي" وبلل.
د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي چې د ټولو ۲۷ غړیو هیوادونو استازیتوب کوي د اسرائیل د پوځ لخوا د ورکړل شویو امرونو غندلو تر څنګ له اسرائیل غوښتي چې د رفح په ښارګوټي د عملیات کولو پلان څخه لاس واخلي.

هغه لیکلي، " په رفح کې ملکیانو ته نا خوندي ځایونو ته د وتلو امرونه چې په جګړو کې بند پاتې دي، نه منل کیدونکي دي. مونږ د اسرائیل له حکومت غواړو چې د نړیوال قانون درناوی وکړي او په رفح کې ځمکني عملیات ونکړي".

د اروپایي اتحادیې د مشر دې څرګندونو څخه وړاندې د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ د عامو فلسطینیانو څخه غوښتي و چې د رفح ختیځو او د غزې تړانګې شمالي برخو خواوو ته کډه شي ځکه چې پدې سیمې کې د حماس وسله والو په خلاف د عملیاتو کولو پلان لري.

د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد، امریکا هم په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیاتو په هکله اندیښنه ښودلې وه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوه ورځې مخکې په څرګند ډول ګواښ کړی و چې اسرائیل دې د رفح په هغو سیمو کې د لویو عملیاتو او د درنو وسلو له کارولو ډډه وکړي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۱،۴ میلیونه کسانو ورته پناه وړې ده.

ملګرو ملتونو پر رفح د اسرائیل د برید په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او په غزه کې یې د بشري‌ ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم تیره ورځ ویلي که اسرائیل په رفح کې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي غزه به د "یو لوی بشري ناورین" له ګواښ سره مخ شي.

د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد، امریکا په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو او نړیوالو ادارو په رفح کې د اسرائیل د ځمکني یرغل سره مخالفت او اندیښنه څرګنده کړې، خو د اسرائیل حکومت وایي چې پدې ښارګوټي کې د حماس وروستي کنډکونو له منځه وړلو لپاره ځمکني عملیات مهم دي.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ګمان کوي چې د حماس ډلې پاتې برمته شوي کسان په همدې ښارګوټي کې چې څه باندې ۱ ملیون فلسطینیانو پکې پنا اخیستې ده، ساتي.

دا لومړی ځل ندی چې ملګري ملتونه پدې ښارګوټي باندې د اسرائیل دفاعي ځواکونو یرغل په هکله اندیښنه څرګندوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) هم خبردرای ورکړی و چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي د اسرائیل پوځي عملیات به ښایي د "وینې حمام" سبب شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسیوس د همدې تیرې جمعې په ورځ، مې درییمه خبرداری ورکړ چې په رفح کې چې د غزې نږدې ۱.۲ ملیون وګړو پکې پنا اخیستې، د اسرائیل پوځي عملیات امکان لري چې د ناوړه پایلو سبب شي.