بوریل له اسرائیل وغوښتل د نړیوالې محکمې قاضیان 'ډار او تهدید' نکړي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل د جمعې په ورځ می ۲۴ (غبرګولي څلورمه) وروسته له هغه له اسرائیل وغوښتل چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیان "ډار او تهدید" نه کړي، چې ددې محکمې څارنوالانو د اسرائیل د صدراعظم او دفاع وزیر د نیولو غوښتنه وکړه.

بوریل د هسپانیې ټي وي اي تلویزیون سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل: "زه د اسرائیل له حکومت څخه شروع د اروپايي حکومتونو او ټولو څخه غوښتنه کوم چې قاضیان ډاراو تهدید نکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته درناوی وکړي."

بوریل چې پخوا د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر و، زیاته کړه چې د محکمې د څارنوال لخوا "د قضیې وړاندې کول باید د یهود ضد چلند په توګه ونه ګڼل شي."

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د دوشنبې په ورځ وویل چې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په شک یې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع وزیر یواف ګالنت او همدارنګه د حماس د لوړ پوړو مشرانو یحیا سنوار، اسماعیل هنیه او محمد ضیف د نیولو غوښتنه کړې ده.

کریم خان اسرائیلي مشران "د لوږې په تحمیل کولو او قصدي وژنو" تورن کړي او ویلي یې دي چې د حماس مشران "د جنګي جرم په توګه د یرغمل نیولو، وژنو او جنسي تیريو" په تور مجرم کیدی شي.

دا مطلب هم ولولئ د هاګ محکمې څارنوال: د اسرائیل او حماس د مشرانو د نیولو حکم دې صادر شي، نتنیاهو دا تاریخي غضب بللی

نتنیاهو وویل چې "په ډله ایزه توګه د خلکو وژونکې حماس ډلې سره د ډیموکراتیک اسرائیل پرتله کول یې په کلکه" رد کړي دي. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم ټینګار کړی چې "د اسرائیل او حماس تر منځ هیڅ ډول مشابهت نشته."

که څه هم د جرمونو نړیواله محکمه اجرائیوي ځواک نلري، خو که قاضیان یې د کریم خان د وړاندیز په طرفدارۍ پرېکړه وکړي نو ددې محکمې ۱۲۴ غړي هېوادونه به مکلف وي چې دغو هیوادونو ته د نتنیاهو او نورو غوښتل شویو مشرانو د سفر په صورت کې هغوی ونیسي.

د غزې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس اورپکو پر اسرائیل باندې په یو بې ساري برید کې، د اسرائیلي چارواکو په حواله، ۱۱۷۰ زیاته ملکي خلک ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل ونیول.

د یرغمل شویو کسانو په اړه ویل کیږي چې ۱۲۱ یې لاتر اوسه په غزه کې پاتې دي، چې د اسرائیلي پوځ په باور، ښايي ۳۷ یې وژل شوي وي.

د حماس تر واک لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت د شمېر له مخې، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵۸۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.