بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: د ایران او امریکا د جگړې گټونکی به داعش وي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب

بریتانیا وایي د ایران او د امریکا د متحده ایالاتو د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي په وجه اندیښنه لري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب، د سه شنبې په ورځ جنورۍ اومه وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ له جگړې نه په ټول منځني ختیځ کې یواځې سخت دریځه گټه اخیستلای شي.

ښاغلي راب وویل: "مونږ اندیښمن یو، که جگړه وشي، دغه جگړه به ویجاړونکې وي او په حقیقت کې ترهگر او په ځانگړې توگه داعش به یې گټونکی وي."

د بریتانیا، جرمني، فرانسې او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو نن د جنورۍ په اومه (مرغومې ١٧) په یوه بېړنۍ غونډه کې د ایران او لیبیا پر موضوعگانو هم بحث وکړ.

پدغه غونډه کې د امریکا له لورې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو او له اتومي تړون څخه د ایران د وتلو پر عواقبو بحث وکړ.

دا پداسې حال کې دي چې ایران ګواښ کړی چې د امریکا له متحدو ایالاتونو به غچ اخلي او اروپایي ټولنه هڅه کوي په سیمه کې مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی راکم کړي.

ټاکل شوې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب، د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان یف لودغیا، سره ځانگړې لیدنه هم وکړي. دغه فرانسوي مقام ایران د غچ اخیستنې د گواښونو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.