چین ته د اروپايي ټولنې خبرداری: روسیې سره د وسلو مرسته به موږ ته سره کرښه وي

اروپايي ټولنه له اوکراین سره مرسته کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزیپ بوریل نن دوشنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) خبرداری ورکړ چې د اوکراین په جکړې کې به له روسیې سره د چین د وسلو مرسته د دغې ټولنې لپاره سره کرښه وي.

جوزیپ بوریل وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي‌ سره یې په ملاقات کې دا خبره وکړه چې «زموږ په اړیکو کې به دا زموږ لپاره یوه سره کرښه» وي.

هغه وویل: «هغه [وانګ يي] راته وویل چې هغوی دا کار نکوي او پلان نلري‌ چې دا کار وکړي، خو موږ به بیا هم متوجه اوسو.»

فرانس پرس اژانس وايي‌ چې جوزیپ بوریل په بروګسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته دا څرګندونې وکړې.

د اروپايي ټولنې د ځینو نورو غړو هېوادونو په منځ کې هم په دې اړه لویه اندېښنه پارېدلې ده. د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم هم ګواښ‌ وکړ که چین له روسیې سره د وسلو مرسته وکړي «حتمآ به [بد] عواقب» ولري.

د استونیا د بهرنیو چارو وزیر هم په دې اړه اندېښنه وښوده او وویل: «ضرور دی چې موږ د هرې وسیلې له لارې فشار راوړو او چین ته خبرداری ورکړو چې نړیواله ټولنه به په هېڅ صورت کې دا [له روسیې سره پوځي مرستې] ونه مني.»

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم اندېښنه وښوده چې ممکن چین د اوکراین په جکړې کې روسیې ته وسلې ورکړي.

هغه وویل: «زموږ اندېښنه دا ده چې زموږ د معلوماتو په اساس هغوی [چین] د وژونکې مرستې، چې له مهماتو نیولې تر وسلو پورې په کې شاملې دي، د ورکولو په اړه فکر کوي.»

بلینکن د مونشن په کنفرانس کې خپل چینايي سیال وانګ ته خبرداری ورکړی و چې د اوکراین په یرغل کې له روسیې سره د موادو مرسته [مادي مرسته] به عواقب ولري.

د ولسمشر بایډن مرستیالې کاملا هریس هم ویلي چې له روسیې سره د چین مرسته به په اوکراین باندې د روسیې د «یرغل جایزه» وي.

چین دا «ادعا» ردوي

چین له روسیې سره نژدې روابط لري. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي‌ دي چې هېواد یې د اوکراین د بحران په اړه «نه بې تفاوته دی او نه یې هم د جګړې اور ته لمن وهلې» ده. هغه وايي چې بیجینګ د سولې او خبرو غوښتنه روانه ساتلې ده او په دې اړه یې اندېښنې «ناسم تورونه» بللي‌ دي.

فرانس پرس اژانس وايي‌ چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن هم د انتوني بلینکن دا اندېښنه رد کړه.

هغه خبریالانو ته وویل: «دا امریکا ده چې د جګړې ډګر ته نا تمامه وسلې استوي، چین نه دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ له متحدو ایالتونو څخه غواړو چې په جدي توګه په خپلو کړنو غور او د وضعیت د ښه والي او د سولې او خبرو اترو لپاره ډېر کار وکړي، او د تورونو انتقال او ناسمو معلوماتو خپرول دې ودروي.»

اوکراین سره پوځي مرستې

اروپايی ټولنې له اوکراین سره د مرستو زیاتولو هلې ځلې کوي. جوزیپ بوریل وویل: «هر څه چې کولای شو،‌ وبه یې کړو. دا تر ټولو عاجله مسئله ده، که په دې کې ناکام شوو، د جګړې پایله به خطرناکه وي.»

ستونیا اروپايي ټولنې ته وړاندیز کړی چې په څلورو میلیاردو یورو [۴.۳ میلیارد ډالر] باندې اوکراین ته یو میلیون ۱۵۵-میلي میټریک مرمۍ وپیري.

د اوکراین د مرمیو میاشتنی مصرف تر هغه ډېر دی چې د اروپايي ټولنې دفاعي‌ شرکتونه یې تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې د را روانې جمعې په ورځ فبروري ۲۴ په اوکراین باندې باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي. اوکرایني‌ چارواکي‌اندېښنه لري چې د دغه کال د پوره کېدو په مناسبت به مسکو په کیف باندې ځینې سمبولیک بریدونه وکړي.

د امریکا متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه، چې ۲۷ هېوادونه یې غړي‌ دي، په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی او له اولې ورځې راهېسې یې له کیف سره پوځي‌ او بشري مرستې کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.

روسیې د دوی دا مرستې غندلې دي.