اروپایي، اسلامي او عربي هیوادونو د فلسطیني دولت جوړیدو لپاره نوښت پیل کړی

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د ۴۴ هیوادونو څخه چې لا یې د فلسطین دولت په رسمیت ندی پیژندلی، د دې کار غوښتنه وکړله تر څو فلسطین وکړی شي د ملګرو ملتونو بشپړ غړی شي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر شنبه سپټمبر ۲۸ ( تلې اوومه) ویلي چې اروپایي، عربي او اسلامي هیوادونو د فلسطیني دولت جوړیدو سره د ملاتړ څرګندولو ‎او په غزې او لبنان کې د شخړو پای ته رسیدو وروسته، آیندې په هکله یو تازه نوښت پیل کړی.

اسپن بارت ایډي، اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د یوې فلسطیني ادارې، فلسطیني حکومت او فلسطیني دولت جوړیدو او فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې، لویدیځو هیوادونو، عربي هیوادونو او جنوبي نړۍ هیوادونو تر منځ اجماع مخ په ډیریدو ده.

خو د ناروې دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې دې هدف ته تر رسیدو وړاندې باید ګڼ شمیر موضوعات حل شي چې د اسرائیلي ګټو او فلسطینیانو لپاره امنیت هم پکې شامل دی. په رسمیت پیژندنه، د څو لسیزو وروسته د اړیکو عادي کوونه او نظامي ډلې په توګه د حماس ملکې کوونه هغه څه دي چې باید لومړی تر سره شي.

ښاغلي ایډي زیاته کړه، " دا د یوې سترې معما برخې دي. او یوازې په یوې برخې کار نشي کیدلی. ځکه معما هغه وخت حل کیدی شي چې ټولې برخې یې په سم ځای کې کیښودل شي".

خو که چیرته دا معما حل هم شي، ښایي د اسرائیل اوسنی صدراعظم بنیامین نیتناهو یې ونه مني. هغه هوډ څرګند کړی چې د ټولو برمته شویو کسانو تر خوشې کیدو او حماس ډلې له منځه وړلو پورې به جګړه جاري ساتي.

خو د ناروې د بهرنیو چارو وزیر پدې باور دی چې د څو لسیزو ناکامو خبرو اترو چې اوس مهال په ټپه ولاړې دي، دیته اړتیا شته چې د یو خپلواک فلسطین جوړیدو لپاره د یوې "تازه تګلارې" څخه کار واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې پدې موضوعاتو د کار چټکوالي په هدف د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د نړۍ نږدې ۹۰ هیوادونو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پر مهال یوې فرعې غونډې کې د " فلسطیني دولت او دوه بیلو دولتونو حل د تطبیق لپاره د نړیوال ائتلاف" تر نامه لاندې غونډې کې برخه واخیسته چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د غونډې مرستیالي کوله.

ایډې پدې هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د غزې په هکله جوړه شوې وه، وویل، "باید وګوره چې د دې په ټپه ولاړ حالت څخه څنګه را ووځو او د مخکې تګ لپاره ددې ژور ناورین څخه ګټه واخلو".

ناروې په ۱۹۹۳ کې د عربي هیوادونو او یهودانو تر منځ د څو لسیزو جګړو پای ته رسیدو لپاره د اوسلو تړون ضمانت کوونکی هیواد دی – هغه تړون چې له مخې یې د فلسطین اداره جوړه شوه او تر همدې ادارې تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د فلسطینیانو واکمنۍ ته اجازه ورکوله.

خو د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دې تړون څخه نږدې ۳۰ کاله وروسته هم د اسرائیل "قبضه روانه ده" او د نهایي موافقې او خپلواک فلسطین جوړیدو لپاره هیڅ ډول خبرې اترې نه کیږي.

هغه زیاته کړه چې له همدې کبله ناروې د روان ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو پریکړه وکړله.

ښاغلي ایډې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې هم د دې ائتلاف یادونه وکړله او ټینګار یې وکړ چې په غزې او لبنان کې د شخړو پای ته رسیدو ته په عاجله توګه اړتیا ده خو تر څنګ یې پدې هم ټینګار وکړ چې "د دښمنیو پای ته رسیدل باید د تل پاتې حل لارو سره ګډوډ نشي".

د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو هغو ۴۴ هیوادونو څخه چې لا یې د فلسطین دولت په رسمیت ندی پیژندلی، وغوښتل چې دا کار وکړي تر څو فلسطین وکړی شي د ملګرو ملتونو بشپړ غړی شي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود هم د جعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې سعودي، د اسلامي – عربي هیوادونو د وزیرانو کمیټې، ناروې او اروپایي اتحادیې په ګډه دا ائتلاف جوړ کړی.

هغه وویل دا پریکړه یې ځکه کړې چې "مونږ د ځنډ کولو پرته د عمل کولو لپاره د شخړې بدلولو په هدف خپل ځانونه مسؤل وبلل".

ښاغلي فرحان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د شنبې په ورځ وویل چې د دې ائتلاف هدف د دوه بیلو دولتونو جوړیدو حل لارې پر مخ وړل دي او د ټولو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د خپلواک فلسطین په رسمیت پیژندلو لپاره ددې ډلې سره یو ځای شي.

سعودي عربستان چې تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په اسرائیل د حماس برید څخه وړاندې نږې و چې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي، یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د اړیکو عادي کیدو لپاره یې د فلسطیني هیواد جوړیدل شرط دي.

ها خوا د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر، جوسیپ بوریل د ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې د یو "خوندي اسرائیل تر څنګ د آزاد فلسطین جوړیدو لپاره عملي ګامونه واخلي".

هسپانیې، ناروې او ایرلنډ د روان میلادي کال د مې په ۲۸ مې فلسطیني دولت په رسمیت وپيژنده. اسرائیل دا پریکړه غندلې او دا یې د حماس ډلې لپاره "جایزه" بللې ده.

درې واړو هېوادونو ویلي چې دا سمبولیکه پرېکړه یې ښايي نور هېوادونه وهڅوي چې ورته ګام پورته کړي.

سویډن په ۲۰۱۴ کال کې د اروپایي اتحادیې لومړنی غړی هېواد شو چې فلسطیني دولت یې په رسمیت وپیژاند، ورپسې بلغاریا، قبرس، چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او رومانیا هم دا کار وکړ.