د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د نیتنیاهو خبرداری: 'هیڅ ځای نشته چې د اسرائیل لاس نشي ور رسیدلی'


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو جمعه سپټمبر ۲۷ ( تلې شپږمه) د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پر مهال وویل چې هیواد یې د "ترهګرو" او په ایران کې د هغوي د ملاتړ کوونکو پر ضد جګړې کې ګټونکی دی.

د اسرائیل مشر پخپلو خبرو کې ایران ته هم خبرداری ورکړ – هغه هیواد چې تور پرې دې په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو تر شا ولاړ دی.

نیتنیاهو وویل، "د ایران مستبدینو ته یو پیغام لرم. که په مونږ برید وکړئ، په تاسو برید کوو. په ایران کې هیڅ داسې ځای نشته چې د اسرائیل اوږد لاس نشي ور رسیدلی".

سره لدې چې په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو جګړې پیل کیدو دا دی نږدې ۱۱ میاشتې کیږي او لا هم ټول برمته شوي کسان ندي خوشې شوي او حماس وسله وال لا هم د اسرائیل پر ضد جنګیږي، خو د اسرائیل مشر پخپلو کې وویل چې د هیواد ځواکونه یې په "خورا میړانه جنګیږي او په اتلولۍ سرښندنې ورکوي".

هغه دا هم وویل چې اسرائیلي ځواکونه پدې جګړې کې بریالي دي.

د اسرائیل مشر د وینا پر مهال ، ګڼ شمیر دیپلوماتان د غونډې له تالار ووتل.

نیتنیاهو د ملګرو ملتونو عومي اسامبلې ته وویل چې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته به د واک په چلولو کې د حماس ډلې هیڅ ډول برخه لرل ونه مني.

نیتنیاهو همدرانګه وویل چې په لبنان کې د حزب الله ډلې ته هم باید ماتې ورکړل شوی تر څو د اسرائیل په شمال کې د دې هیواد ګڼ شمیر اتباع چې د توغندیو له کبله یې خپل کورونه پریښي، بیرته وکړی شي ستانه شي.

هغه زیاته کړه تر څو چې د اسرائیل په شمال کې "زمونږ اتباع په خوندي توګه خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي، مونږ غلي نشو کښیناستلی" او زیاته یې کړه چې پخپل سرحد کې داسې "ترهګر پوځ" ته اجازه نشي ورکولی چې په اسرائیل باندې د حماس ډلې په څیر د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې بریدونه وکړي.

که له یوې خوا په غزې او لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو جګړو زور اخیستی، بل خوا بیا د عربي هیوادونو مشرانو او ملګرو ملتونو د کړکیچ ډیروالی غندلی او دا خبرداری یې ورکړی چې په سیمې کې پراخه جګړه پیلیږي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي خبردای ورکړ که د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتن یاهو او د حکومت مخه یې ونه نیول شي، د سیمې ټول هیوادونه به په جګړې کې ور ښکیل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش بیا په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه وکړله او په لبنان کې د اسرائیل – حزب الله تر منځ د ۲۱ ورځو لپاره اوربند کیدو لپاره یې د فرانسې او امریکا د ګډې غوښتنې ملاتړ وکړ.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړه، "د غزې په هکله مونږ بې پایه خبرې اترې نشو زغملی. مونږ په هر قیمت چې وي، باید د سیمه ایزې جګړې مخه ونیسو".

د اسرائیل مشر هم وویل چې هیواد یې سوله غواړي خو پخپلو خبرو کې یې په لبنان کې د حزب الله سره جګړې پای ته رسیدو په هکله د امریکا – فرانسې د ګډ وړاندیز خبره ونکړله او نه یې د فلسطین سره د شخړې پای ته رسیدو په خاطر د دوو بیلو دولتونو جوړیدو حل لاره یاده کړه.

سره لدې چې نیتنیاهو د سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کیدو په هکله لا هم هیله مندي وښوده خو د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په خبري کنفرانس کې وویل چې د اړیکو عادي کیدو لپاره نه یوازې د سعودي بلکې د نورو عربي هیوادونو شرط، د فلسطیني دولت جوړیدل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG