وسله والو د پولیسو په مخکې د هند یو پخوانی وکیل او ورور یې ووژل

عتیق احمد د پولیسو په ولکه کې په ډزو ووژل شو

د هند د پارلمان یو پخوانی غړی، چې د انسانانو د اختطاف په تور محکوم شوی، له خپلو ورور سره یو ځای، د پولیسو په مخکې او په عام محضر کې په ډزو ووژل شو.

پولیس وايي دغه پخوانی وکیل عتیق احمد یې د صحي معاینې لپاره انتقالوه او دا بهیر په تلویزونونو کې هم ژوندی خپرېده. په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي، چې یو کس په عتیق احمد باندې ډزې کوي، له ډزو سره سم د هغه پګړۍ وپاشل شي او هغه په ځمکه وغورځي.

د هغه ورور اشرف احمد هم څو شېبې وروسته په ډزو ووېشتل شي. دواړه وروڼه ځای په ځای وژل شوي دي. په ویدیوګانو کې ښکاري چې دا وروڼه په ځمکه پراته دي او یو وسله وال بیا هم پرې ډزې کوي. پولیسو د دغې قضیې په تور درې کسان نیولي دي.

راپورونه وايي چې بریدکوونکي د خبریالانو په جامه کې ورغلي‌ وو. یو مشکوک بریدګر له پېښې وروسته ځان پولیسو ته سپارلی او دوه نور یې نیول شوي.

پولیسو د اتارپردېش ایالت د پرایګراج په ښار کې د هند د پارلمان دا پخوانی وکیل او ورور یې ولچک لاسونه یو روغتون ته بدرکه کول چې هلته د راټولو شویو خبریالانو له منځه څخه پرې دغو کسانو ډزې وکړې.

له برید وروسته یو مشکوک بریدګر د هندي مذهب شعار ورکاوه. چارواکي وايي چې په ډزو کې یو پولیس هم ژوبل شوی.

له پېښې وروسته د احتمالي خشونت د پارېدو له ویرې، د اوتارپرادېش پولیسو له څلورو څخه د زیاتو کسانو په غونډو بندیز اعلان کړی دی. یو پولیس مقام، چې نغواړي نوم یې خپور شي، رویټرز اژانس ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې «نغواړي هېڅ ډول مظاهره» وشي.

په دغه ایالت کې د صدراعظم مودي ګوند واکمن دی او حکومت د دغې قضیې په اړه د پلټنو امر کړی دی. پولیسو تېره اوونۍ د «جانسي» په ښار کې د ځمکې د غاصبینو د یوې ډلې د لټون او تحقیقاتو په لړ کې د عتیق احمد زوی وواژه. پولیس وايي چې هغه د قتل په یوې قضیې کې د ښکېلتیا له کبله پولیسو ته مطلوب شخص و.

د هند د اوتارپرادېش په ایالت کې په شاوخوا شپږ کلونو کې پولیسو په نښتو کې شاوخوا ۱۸۰ کسان، چې شک کېږي په جنايي پېښو کې دخیل وو، وژلي دي.

د هند د حکومت د اپوزیسون ګوند «سماجوادي» ویلي دي چې د پولیسو په توقیف کې د هغوی د ګوند د يو پخواني غړي وژل، په اوتارپردېش کې د نظم د راوستو او قانون په تطبیق کې د واکمن ګوند «بهارتیا جانتیا» په ناکامۍ دلالت کوي. د «سماجوادي» یو مقام اخیلیش یادوف په ټویټر کې لیکلي دي: «د پولیسو په امنیتي دایره کې او په عام محضر کې چې یو کس وژل کېدای شي، د عامه خلک د مصونیت به څه حال وي.»

احمدعتیق د «سماجوادي» ګوند وکیل و او په ۲۰۱۴ کال کې یې په ټاکنو کې ماتې وخوړه.