د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ مذهبي تشدد کې یو کس وژل شوی 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د هند په شاوخوا اتو ایالتونو کې د هندوانو د یو مذهبي جشن د نمانځنې په مهال له تاوتریخوالي وروسته،‌ حکومت د یکشنبې په ورځ فبروري دویمه (حمل ۱۳) د دغه هېواد د ختیځ ځینو برخو ته د بلوا ضد سلګونه پولیس استولي او مخابرات یې بند کړي‌ دي.

پولیس وايي تېره ورځ د «بهارشریف» په ښار کې اکثریت سیکانو او اقلیت مسلمانانو شخړه وکړه او له دې شخړې وروسته د بیهار د نالندا په ولسوالۍ کې یو مسلمان په ډزو وېشتل شوی او وژل شوی دی.

تر دې پېښې یوه ورځ مخکې، یو شمېر بلواګرو د رام نوامي د عامه جشن د نمانځنې په مهال نښتې وکړې، کورونو او هټیو ته یې اور واچوه.

معمولآ په دغه جشن کې سلګونه کسان برخه اخلي چې له ځانونو سره تورې، ټوپکونه او نور دا ډول وسائیل لېږدوي، د مسلمانانو د کلیو او بانډو له منځ څخه تېرېږي او په سپیکرونو کې لوړې مذهبې سندرې غږوي.

د بهارشریف د پولیسو مشر شیبلي نعماني وویل چې تر دې دمه ۱۰۰ کسان نیول شوي. هغه وویل چې دا شخړې هغه وخت پیل شوې چې زرګونه هندوان د پنجشنبې په ورځ له مسلمان مېشتو سیمو څخه تېر شول.

نوموړي فرانس پرس اژانس ته وویل: «حالت تر کنترول لاندې دي. موږ په سیمه کې ګزمې کوو او غونډو ته اجازه نشته.»

د هند د بیهار په ایالت کې هم د دا ډول پېښو راپورونه ورکړل شوي ‌دي، مقاماتو د بیهار په ځینو سیمو کې مخابرات بند کړي او عامه غونډې یې منع کړې دي.

روهتاس د هند بله هغه سیمه ده چې تاوتریخوالی په کې شوی دی. پولیس وايي سلګونه کسان یې نیولي او شپږ کسان په یو کور کې دننه په یوې چاودنې کې ژوبل شوي دي. وايي دو کسانو بمب جوړوه چې پرې چاودېدلی دی.

په کور کې جوړېدونکي بمونه کله ناکله د طبعي زېرمو د سپړلو لپاره کارول کېږي.

د راپورونه په اساس د پنجشنبې له ورځې راهېسې د هند د لویدیځ بنګال د اوتار پرادېش، مدهیا پرادېش، کرناتاکا او هورا په ګډون په اوو نورو ایالتونو کې هم مذهي شخړې شوي او په شاوخوا ۱۳ ښارونو کې لسګونه کسان ژوبل شوي او پولیسو سلګونه کسان نیولي دي.

بلواګرو موټرونو او کورونو ته اور اچولی دی.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ماماتا بینرجي د صدر اعظم نرېندرا مودي ګوند،‌ بهارتیا جانتا د تاوتریخوالي په پارولو تورن کړی، خو دغه ګوند بیا اعلی وزیره تورنه کړې چې هندوان په نښه کوي.

د صدراعظم مودي په ټاټوبي ګجرات کې هم د تاوتریخوالي راپورونه خپاره شوي‌ دي. منتقدین وايي چې د مودي له ټاکل کېدو وروسته په هند کې افراطي هندوان غښتلي شوي‌ دي. تېرکال هم د رام نوامي د مذهبي جشن د نمانځنې په مهال د هند په ځینو ایالتونو کې شخړې وشوې او یو کس ووژل شو.

XS
SM
MD
LG