پاکستان کې د عمران خان د ملاتړو په مظاهرې کې څلور امنیتي ساتونکي وژل شوي- مقامات

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړو مظاهره کوونکې

په پاکستان کې چارواکي وايي د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړو مظاهره کوونکو نن سه شنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) د پاکستان څلور امنیتي ساتونکي وژلي او په اسلام اباد کې خپل ټاکل شوي ځای ته د رسېدو هڅه کوي.

مظاهره کوونکي د عمران خان د پرېښودو غوښتنه کوي. د عمران خان پلویانو د یکشنبې راهېسې اسلام اباد ته خپل لاریون پیل کړی او په لاره کې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره چې پرې اوښلن ګاز پاشي، اخ او ډب کړی دی.

په اسلام اباد کې په عمومي غونډو بندیز لګول شوی دی، خو د فرانس پرس اژانس خبریالانو وویل چې څه باندې لس زره مظاهره کوونکي یې د ښار په مرکز کې لیدلي او له هغې څلور لارې څخه تقریباً ۱.۶ میله لېرې دي کوم چې حکومت بنده کړې او مظاهره کوونکي غواړي په کې ټول شي.

عمران خان له صدرات څخه تر لېرې کېدو وروسته د اختلاس او نورو قضیو کې تورن، محکوم او بندي شو او د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په عمومي ټاکنو کې له درېدو هم منع کړل شو. عمران خان او پلویان یې ټول لګول شوي تورونه ردوي.

د سه شنبې د ورځې مظاهرې د ۲۰۲۳ کال راهېسې د عمران خان د پلویانو تر ټولو لویې مظاهرې بلل کېږي. د عبدالرشید په نوم یو مظاهره کوونکي، چې مخ یې په دسمال پټ کړی و، وویل: «دا زموږ حکومت نه دی، دا د غدارانو لپاره جوړ شوی دی.»

پولیس وایي مظاهره کوونکو د نیمه پوځي ځواک څلور غړي وژلي دي. د دوشنبې په ورځ هم د یو بل پولیس د وژل کېدو راپور خپور شوی و.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «دا مخرب عناصر تغیر نه غواړي، بلکې وینې تویدل غواړي، دا سوله ایزه مظاهره نه ده، دا افراطیت دی.»

د تحریک انصاف ګوند یو غړي وقاص اکرم وویل چې د حکومت دا ډول غبرګون د توجیه وړ نه دی او «موږ حق لرو چې مظاهرې وکړو».

د پاکستان مرکز اسلام اباد د شنبې د ورځې راهېسې تړل شوی دی، تیلیفوني شبکې بندې شوې او څه باندې ۲۰زره پولیس افسران په سړکونو او لارو کې ګمارل شوي‌ دي چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي.