چاریکار کې د پوهنتون استادانو په موټر چاودنه شوې

تصویر د دغې پېښې نه دی د بلې پېښې دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د پروان ولایت د «البیروني پوهنتون» د استادانو په کاستر موټر چاودنه شوې او څلور تنه وژل شوي.

پېښه نن شنبه مۍ ۲۹ (غبرګولي اته) د چاریکارو په اتمه حوزه کې د «رباط» په سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په چاودنه څلور تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

د وزارت ویاند طارق ارین وویل چې ټول وژل شوي او زخمیان د پوهنتون استادان او محصلین دي.

ښاغلي آرین وویل چې دا جنایت د «توجیه» کولو نه دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چادنې د کولو ادعا نده کړې.