لاهور کې د حافظ سعید کور مخکې چاودنه شوې

په لاهور ښار کې د حافظ محمدسعید د کور مخ ته د چاودنې ځای

د پاکستان په لاهور ښار کې د یوې ملیشه ډلې د مشر حافظ محمدسعید د کور بهر په چاودنه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي دي.

حافظ سعید د هند د ممبای ښار د ۲۰۰۸کال په بریدونو کې په لاس درلودلو تورن دی چې په کې ۱۷۰کسان وژل شوي وو.

حافظ محمد سعید د جماعت الدعوه سخت دریځه ډلې مشردی چې په جنوبي اسیا کې فعالیت کوي. سمدستي نده څرګنده شوې چې سعید ته په چاودنه کې زیان رسیدلی او که نه.

عیني شاهدان وایي چاودنه دومره زوروره وه چې نژدې پراته کورونه زیانمن کړي او په نژدې کوڅو کې یې څو موټرې هم ویجاړ کړي دي.

د امریکاغږ د اردو څانګې د رپوټ له مخې نیمه پوځي قواو د چاودنې وروسته د پاکستان رنجرز او د ترهګرۍ ضد ځواکونه راغوښتي او د حافظ سعید کور یې محاصره کړی دی او په شاوخوا ځایونو کې د موبایل تلیفون زیګنالونه هم قطع شوي دي.

د لاهور د پولیسو مشر غلام محمود ډوګر ویلي چې اوسمهال د چاودنې د نوعیت په اړه څه نشي ویلی: «کیدای شي د ګازو چاودنه وي، ښایي بل څه، خو یو متخصص باید وروستی نظر څرګند کړي.»

د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو دواړو په حافظ سعید بندیزونه لګولي او د امریکا د عدلیې وزارت هغه د ترهګرو په لست کې شامل کړی او د هغه د نیول کیدو پر سر یې ۱۰میلیون ډالره جایزه هم ټاکلې وه.

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید پدې هم تورن دی چې د یو شمېر خیریه سازمانونو له لارې ترهګرو ډلو ته پېسې او نور امکانات ټولوي او برابروي.د پاکستان ګاونډی هیواد هند هغه د ممبای په بریدونو کې په لاس لرلو ګرم بولي خو د پاکستان محکمو څو ځلې هغه د پوره شواهدو د نه شتون په وجه خوشې کړی دی.

تیر کال د پاکستان یوې محکمې سعید د تروریزم سره د مالي مرستو په ګډون په څو دوسیو محکوم کړ.

د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور ښار د ترهګرۍ ضد محکمې د لشکرِ طیبه ډلې بنسټګر او د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید ته په دوو جلا دوسیو کې د ١١ کالو بند سزا ورکړې وه.

د حافظ سعید د جماعت الدعوه ډله هم په پاکستان کې غیر قانوني اعلان شوې ده او په فعالیت یې بندیز لګیدلی.