اسرائیل: اوسنی لومړیتوب د جګړې ګټل دي، نورې پوښتنې وروسته ځوابوو

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې، د اسرائیلي چارواکو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د اسرئیل حکومت وايي، د حماس پر ضد جګړه به یې تر هغه ختمه نه شي تر څو چې په غزه کې خلک یرغمل وي او حماس په واک کې وي.

د اسرائیل د حکومت ویاند ایلون لیوي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د اوس دپاره اسرائیل د حماس په له منځه وړلو متمرکز دی او کله چې دا جګړه پای ته ورسیږي، نو بیا به په دې اړه د اسرائیلي ولس پوښتنو ته ځواب وایي چې حماس څنګه د اکتوبر د اوومې د برید جوګه شو.

لیوي وویل: "موږ د بشپړې بریا، د حماس د بشپړې ویجاړۍ په لور روان یو او موږ به هر هغه څه وکړو چې موږ یې هدفونه ټاکلي دي. مونږ د دی لپاره مهالویش نه دی ټاکلی. ځکه چې دا جګړه تر هغه چې په غزه کې زموږ خلک یرغمل وي او حماس په واک کې وي، نشي پای ته رسیدلی."

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان او ښځې دي.

د تلفاتو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو ندي تائید کړي.

د اسرائیل د حکومت د ویاند په وینا، د جګړې پایله به د اکتوبر د اوومې د پېښې د بیا تکرار مخنیوی وي. هغه وویل، اسرائیل غواړي "چې بیا د اکتوبر د اوومې په څېر دوهمه، درېیمه او څلورمه پېښه رامنځ ته نه شي، هغه څه چې حماس یې غواړي."

له ایلون لیوي سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.