فیسبوک د وینزویلا د ولسمشر د پاڼې فعالیت ودروه  

فیسبوک وايي چې د ښاغلي مادورو د دغې شبکې له اصولو سرغړونه کړې ده

د فیسبوک د ټولنیزې شبکې چارواکي وايي چې د وینزویلا د ولسشمر نیکولاس مادورو په فیسبوک پاڼې کې فعالیت ودروه.

د دغې شبکې یو ویاند وویل چې د ښاغلي مادورو د فیسبوک په پاڼې باندې د کوویډ۱۹ په اړه ناسم معلومات خپاره شوي.

د فیسبوک شبکه وایي ولسمشر مادورو له طبي شواهدو او اسنادو پرته د «کارواټیر» په اړه یوه ویدیو خپره کړې وه. دا یو ډول څښاک دي چې د یو ډول تریخو بوټو له پاڼو څخه جوړیږي.

فیسبوک وايي ښاغلي مادورو په خپل فیسبوک کې دا څښاک د کروناویروس معالجه بللې او هغه «معجزه» ګڼلې ده. د هغه دغه کار د فیسبوک د اصولو څخه سرغړونه ده.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې ښاغلي مادورو په فیسبوک کې لیکل شوي دي چې دا څښاک د کروناویروس ضد ښه درمل دي او هېڅ ډول منفي اغیز هم نلري.

ښاغلی مادورو دا مهال په خپلې پاڼې کې معلومات او د خلکو تبصرې لوستلی شي خو په خپله په کې څه خپرولی او لیکلی نشي.

فیسبوک تر دې مخکې هم د نړۍ د ځینو هېوادونو د مشرانو او مخکښو کسانو حسابونه تړلي.

دا څو میاشتې مخکې یې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ پاڼه هم وتړله او وویل چې هغه په کې ناسم معلومات خپرول او خلک یې راپارول.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې رامنځ ته او ډیر ژر ټولې نړۍ ته خپور شو.

د کرونا ویروس له کبله په وینزویلا کې تر دې دمه څه باندې ۱۵۵۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۵۰۰۰ نور پرې اخته دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۲.۷۷ میلیون انسان مړه شوي او تر ۳۰.۲۱ څخه زیات نور کسان په دغه ویروس اخته دي.