فیسبوک په افغانستان کې د مارکیټ متخصص ګماري

فیسبوک په نړۍ کې دا مهال څه باندې یو میلیارد کاروونکي لري

د فیسبوک نړیواله ټولنیزه شبکه په پام کې لري چې په افغانستان کې په (دري) ژبه کې د مارکیټ ‌او عملیاتو د برخې یو متخصص وګماري.

د دغې شبکې په رسمي ویبسایټ کې دا اعلان خپور شوی دی.

وايي د دغې دندې لپاره د نورو شرایطو تر څنګ کاندید باید د ادارې او تجارت له پوهنځي څخه فارغ وي، درې کلنه تجربه ولري او د فیسبوک او انستاګرام په اړه هم پوره معلومات ولري.

د مارکیټ او عملیاتي‌ چارو د دغه متخصص دنده به دا وي چې په جنوبي آسیا کې د فیسبوک له څانګې سره ګډ کار کوي چې په فیسبوک او انستاګرام کې خپاره کېدونکي مواد وارزوي، د کاروونکو ستونزې حل کاندي او په سیمه کې د فیسبوک د څانګې کارکوونکو سره پوره همکاري وکړي.

همدغه راز دا کس باید په فیسبوک کې د معلوماتو راټولولو، د هر ډول ستونزو د حل کولو او د مخنیوي وړتیا هم ولري.

د فیسبوک د ټولنیزې رسنۍ شبکه وايي‌ چې دا مهال په ټولې نړۍ کې څه باندې یو میلیارد کاروونکي لري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي‌تکنالوژۍ وزارت وايي‌ چې شاوخوا شپږ میلیون افغانان انټرنټ کاروي او په دې کې یې څه باندې ۸۵سلنه فیسبوک او نور یې بیا نورې ټولنیزې رسنۍ کاروي.

همداراز ولسمشر او نور حکومتي ماموران او چارواکي هم فیسبوک کاروي. په افغانستان کې نن سبا فیسبوک د غږ رسولو، نیوکو او نورو برخو کې خورا اغیزناک ښکاري.