فیسبوک د پاکستان د پوځ د غړو پاڼې وتړلې

د فیسبوک شرکت د پاکستان د پوځ پورې اړوند ۱۰۳ پاڼې، فیسبوکي گروپونه او حسابونه بند کړي دي.

د فیسبوک ټولنیزې شبکې د دوشنبې په ورځ (اپریل ١) وویل دغه تړل شوې پاڼې، گروپونه او حسابونه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د کارکوونکو پورې مربوط وو.

د فیسبوک شرکت زیاته کړې چې دغه پاڼې او حسابونه یې د انسټګرام په شبکه کې هم تړلي دي.

د فیسبوک د سایبري امنیت د برخې مسؤل نتانیل گلیچیر وویل چې په فیسبوک او انستگرام ددغو پاڼو کارونکو هڅه کړې وه چې خپل اصلي هویت پټ کړي، خو دغه شرکت له پلټنو وروسته پدې پوه شو چې ددغو حسابونو کارونکي ټول د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د برخې کارکوونکي وو.

گلیچیر زیاته کړه چې ددغو فیسبوکي او انستگرام له پاڼو څخه په منظمه توګه د پاکستان د پوځ، سیاست، پاکستاني مشرانو او د هند د حکومت په هکله "غلط معلومات" خپریدل.

د پاکستان پوځ تر اوسه پدې هکله غبرگون ندی ښودلی.

فیسبوک پدې وروستیو کې هغه کسان چې خپل اصلي هویت پټوي او ددې ټولنیزې شبکې نه استفاده کوي، تر فشار لاندې نیولي دي.