فایق: د طالبانو ظالمانه سیاستونو افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په افغانستان کې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو پر دوام نیوکه کړې او د هېواد روان وضعیت یې ددغه دلې د کړنو زیږنده بللې.

ښاغلي فایق چهارشنبې، ډسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۶مه) ناوخته د ایکس پاڼۍ په ټولنیزه شبکه کې په پیغام کې ویلي،‌ چې په زندانونو کې د معترضو ښځو شکنجه، جنسي ځورونه، د پخوانیو پوځیانو نیول، د هغوی هدفي وژنې او د کورنیو د غړو توقیفول او همداراز د هزاره او شیعه دیني عالمانو پټ او هدفي وژنې د افغان ولس د کلتور او د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو سره په بشپړه تضاد کې دي.

نوموړي په خپل پیغام کې د طالبانو دا راز چلند د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف کړنه بللې ده.

هغه ویلي: "د طالبانو د رژیم د دغو استبدادي او انحصاري کړنو او سیاستونو دوام نن افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړی او خلک یې له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ کړي دي."

په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیلیدو په مناسبت، د معترضو ښځو د غورځنګونو ایتلاف غړو ویلي چې د طالبانو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

دوی وايي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر کار، زده کړو، ټولنیز او سیاسي ګډون ډېر محدودیتونه لګولي دي.

د دغه ایتلاف په وینا، د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ څخه په زیاته موده کې، افغان مېرمنې له هر ډول روحي، رواني او فزیکي شکنجو سره مخامخ شوې دي. د دغه ايتلاف غړو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي و، چې ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پاریسا ازاد د طالبانو په زندان کې دي. د دغه سازمان په وینا، د طالبانو له خوا یو زیات شمېر معترضې ښځینه فعالانې بندیانې شوې دي، چې تر اوسه یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیاله څېړونکې، سحر فطرت وايي، طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ظلمونو ته دوام ورکړی او ښځې د دې ډلې له خوا د خپلسري نیولو، ګواښونو او شکنجې په څېر له ډېرو خطرونو سره مخ دي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د مدني اعتراضونو د ځپلو او د هغوی د یو شمېر په نیولو سربېره، په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو ډېر بندیزونه لګولي دي.

طالبانو نه یواځې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې نجونې له زده کړو منع کړي، بلکې ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.

ددې سربیره طالبانو حکومت د دوو کلنو څخه په زیاته موده کې د کور څخه بهر د اوږده سفر پر مهال د محرم شتون او هم د کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو شرطونه هم ایښي دي او هم یې ښځې د سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو منع کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د زده کړو په برخه کې محدودیونه هم دایمي نه دي.