د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د جمعې په ورځ، جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۲) ، د چمپینز ټرافي لپاره په خپل ۱۵ کسیز سکواډ کې فخر زمان شامل کړ او هغه یې په ټورنمنټ کې د خپل بري لپاره مهم وباله.
د پاکستان بل پرانیستونکی توپ وهونکی سایم ایوب د ژوبلېدو له کبله له لوبډلې وتلی دی.
فخر زمان په ۲۰۲۴ کې په امریکا او ویسټ انډیز کې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې له لوبېدلو راهیسې د زنګون د درد له کبله د پاکستان په لوبډله کې برخه نلرله.
د پاکستان د کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې د غوراوي د کمیټې غړي اسد شفیق له خولې ویل شوي: "د هغه [فخر زمان] تیزه لوبه او د سیالۍ ګټلو وړتیاوې زموږ د پلانونو لپاره ډیر مهم دي."
سایم ایوب د زمبابوې خلاف په لوبه کې ۱۰۰ منډې کړې وې، او په نومبر او ډسمبر کې د جنوبي افریقا سره په لوبو کې یې دوه سلیزې پوره کړې وې.
اسد شفیق وویل: "موږ پوهیږو چې دا به د ایوب لپاره سخته وي چې د توپ وهنې په ښه وضعیت کې دی او له ټورنمنټ څخه پاتې کیږي. خو د هغه صحت مهم دی."
پاکستان د چمپینز ټرافي کوربه دی خو هند د سیاسي دلایلو په خاطر پاکستان ته د لوبډلې له لیږلو ډډه کړې او خپلې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کوي.
د محمد رضوان په کپتانۍ کې د پاکستان په سکواډ کې د فخر زمان برسېره د بابر اعظم او فهیم اشرف نومونه هم شامل دي چې په ۲۰۱۷ کې یې چمپینز ټرافي ګټلې وه.
د پاکستان سکواډ ته الراونډر خوشدل شاه هم راستون شوی دی.
د چمپینز ټرافي لومړنۍ لوبه د فبروري په ۱۹مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کوربه لوبډلې او نیوزیلنډ ترمنځ ده. ورپسې پاکستان د فبروري په ۲۳مه په دوبۍ کې له هند سره لوبه لري او څلور ورځې وروسته په راولپنډۍ کې له بنګله دېش سره مخامخ کیږي.
په دغه ټورنمنټ کې افغانستان په بي ګروپ کې له استرالیا، انګلنډ او جنوبي افریقا سره یو ځای دی.
د پاکستان دغه ۱۵ کسیز سکواډ له چمپینز ټرافۍ وړاندې له نیوزیلنډ او جنوبي افریقا سره په درې اړخیزو لوبو کې برخه اخلي.
د پاکستان سکواډ: محمد رضوان (کپتان)، فخر زمان، عثمان خان، سعود شکیل، بابر اعظم، کامران غلام، سلمان اغا، طیب طاهر، فهیم اشرف، خوشدل شاه، شاهین شاه افریدي، نسیم شاه، حارث رؤف، محمد حسنین او ابرار احمد.
ددې راپور ځینې معلومات له فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.