د لاس رسي وړ اتصالات

د انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپتان د افغانستان سره د لوبې نه کولو غوښتنې رد کړې


د انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپتان جس بټلر
د انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپتان جس بټلر

د انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپتان جس بټلر وايي، له افغانستان سره د کرکټ لوبو د لغوه کېدو د غوښتنو سره سره، پکار ده چې په چمپینز ټرافي کې د افغانستان او انګلنډ لوبه ترسره شي.

له دې وړاندې د ۱۶۰ بریتانوي سیاستوالو یوې ډلې د انګلنډ له کرکت بورډ څخه غوښتلي وو چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چلند له کبله له افغانستان سره لوبې لغوه کړي.

بټلر د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۲۱ (سلواغې دوهمه)، په کلکته کې د هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ د لومړۍ سیالۍ له پیل وړاندې خبریالانو ته وویل چې ورزش او سیاست باید له یو بل څخه جلا شي.

هغه زیاته کړه: "د دا ډول سیاسي اوضاع په اړه، لوبغاړي تر خپله وسه هڅه کوي چې باخبره پاتې شي. خو کارپوهان ډیر پوهیږي. زه د [انګلنډ کرکټ بورډ د اجرائیوي رئیس] راب کي او نورو لوړپوړو کسانو سره د خبرو هڅه کوم چې هغوی ورته په کومه سترګه ګوري."

بټلر وویل: "خو زه فکر نه کوم چې د لوبو بایکاټ کول د حل لاره ده. د یو لوبغاړي په توګه، نه غواړو چې سیاسي وضعیت پر ورزش اغیز ولري. موږ هیله لرم چې چمپینز ټرافي ته لاړ شو [د افغانستان سره] لوبه وکړو او یو هغه ټورنمنټ ولرو."

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې طالبانو نجونې له ورزش څخه منع کړي او له کبله یې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د اصولو او مقرراتو سره په تضاد کې واقع کړی دی.

خو نړیوالې شورا د افغانستان د نارینه کرکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې چې په نړیوالو ټورنمنټونو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې چې افغانستان د فبروري په ۲۶مه د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له انګلنډ سره مخامخ شي. دغه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې کیږي.

د انګلنډ کرکټ بورډ هم له افغانستان سره د لوبو د بایکاټ کولو د پریکړې وړاندې مقاومت کړی او د بورډ اجرائیوي رئیس ریچارډ ګولډ ویلي چې په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا د جامع پرېکړې ملاتړ کوي.

د انګلنډ حکومت د خپل کرکټ بورډ د موقف ملاتړ ښودلی. د صدراعظم کییر سټارمر د حکومت یو ویاند غوښتنه کړې چې په دې اړه دې د کرکټ نړیواله شورا پرېکړه وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې له افغانستان سره به د کرکټ د ودې لپاره خپله مرسته روانه ساتي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.

د چمپینز ټرافي لوبې د فبروري په ۱۹مه پیلیږي. د افغانستان لوبډله ددې سیالیو په لومړي پړاو کې د انګلنډ، استرالیا او جنوبي افریقا سره په یو ګروپ کې ده.

ددې مطلب لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس د اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG