پولیو واکسین مهم وګڼئ - فراه ولایتي شورا

د فراه ولایتي شورا استازي پر خلکو غږ کوي چې پولیو واکسین مهم وګڼي او د ماشومانو راتلونکي ژوند وژغورې.

د فراه ولایتي شورا استازی خیر محمد نورزی پر ټولو ولسونو غږ کوي چې په ګډه او یو غږ د ماشومانود ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې خپله مبارزه جدې کړي او هر ځل خپلو تر پنځو کلونو کښته ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

د ښاغلې نورزي په وینا پولیو واکسین ډیر مهم او قیمتي درمل دي.

هغه وویل: " زموږ ټولو افغانانو وظیفه داده چې د پولیو واکسین پر وړاندې مبارزه وکړو، ټول دیته حاضر کړو چې خپل ماشومان د پولیو کمپاینونو او یا هم په روغتیايي مرکزونو کې واکسین کړي. د پولیو واکسین ډیر مهم دی، ځکه که چیرې یو ماشوم فلج شي، بیا د ټول لپاره پښېمانې ګټه نلري".

په همدې حال کې د فراه روغتیايي چارواکي بیا پر وسله والو طالبانو هم غږ کوي، چې پولیو واکسین ته د کور په کور تطبیق اجازه ورکړي، تر څو ټولو ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکي ور ورسول شي.

د فراه د عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالجبار شایق داسې وايي: " د مخالفینو څخه مې غوښتنه داده چې پولیو واکسین ته د کور په کور تطبیق اجازه ورکړي، تر څو ټول ګلالې ماشومان واکسین شي، او پر ټولو کورنیو او خاص ډول د کورنیو او کلېو پر مشرانو هم غږ کوم چې د واکسین کوونکو سره همکارې وکړي، او خپل ماشومان واکسین کړي".

د فراه یو تن اوسېدونکي نعمت الله ودان وایي اړینه ده چې پر خپلو ماشومانو زړه وسوځو او د فلج ناروغۍ پر وړاندې يې د پولیو واکسین په مټ وقایع کړو.

هغه وویل: " مخکې له دې چې یو ماشوم په ګوزڼ اخته شي، موږ یي باید غم وکو، او د پولیو واکسین په دوه څاڅکو واکسین یي وقایع کړو، ځکه زما د معلوماتو له مخې که یو ماشوم فلج سي، کېدای سي خپل ژوند هم له لاسه ورکړي".

د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ د نړۍ له هغه خطرناکه ناروغیو څخه ده چې درملنه نلري، خو د طبي څېړنو پر بنسټ پولیو واکسین ددغه ناروغۍ وقایع کولای شي. اوس د افغانستان ټولو ولایتونو اوسېدونکي ددغه ناروغۍ د ختمولو غوښتونکي دي.