په فراه کې د پولیو له گواښ سره مخ سیمو ته د ځانگړې پاملرنې غوښتنه

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي، دوی هڅه کوي چې په ټوله فراه کې پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق کړي او په خاص ډول د هغو سیمو ماشومانو ته زیاته پاملرنه وکړي چې د گوزڼ له ګواښ سره مخ دي.

ښاغلی شایق وایي: "موږ د پولیو واکسین یو بل کمپاین هم لرو چې د فراه په پرخطره ولسوالیو کښې ټول ماشومان واکسینوو او پدې اړه مو د عامې روغتیا وزات ته هم مکتوب لیږلی او د دوی مرسته مو هم غوښتي ده".

د فراه اوسېدونکي وایي، ګوزڼ د هېواد راتلونکي ماشومان د لوی ګواښ سره مخ کړي، ځکه د طبي څیړنو په اساس د ماشومانو ګوزڼ درملنه نلري، نو اړینه ده چې د پولیو واکسین په تطبیق سره ددغه بې علاجه ناروغۍ مخه د ګوزڼ واکسین په واسطه ونېول شي.

د فراه اوسېدونکۍ محمد عارف وايي: "ماشومان د هېواد راتلونکي بلل کیږي، نو موږ باید ماشومان واکسین کړو، د واکسین ټیمونو راتلو پر مهال یي له خوبه را ویښ کړو او تر پنځو کلونو ښکته ماشومان په هر حالت کښې واکسین کړو. د واکسین په برخه کې ماشومانو سره بې غوري د هېواد راتلونکي سره بې غوري ده. باید یي مخه ونېسو".

روغتیایي کار پوهان پدې باور دي چې که په افغانستان کې هم پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق شي، نو د نړۍ نورو هېوادو په شان افغانستان کې به هم ګوزڼ ورک شي.