د فرخندې د قتل په تور ١٧ کسان په بند محکوم شول

په هغه ځای کې چې فرخنده سوزول شوی وه د مدني ټولنې او د ښځو د سازمانونو له لورې یو یادگاري څلی جوړ شوی دی.

د افغانستان لوی څارنوال اعلان وکړ چې د فرخندې دوسیه له دریو محکمو تیره شوې او دوی ته د اجرااتو لپاره استول شوی ده.

د لوی څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي په یوه خبري ناسته کې وویل چې د فرخندې د دوسیې په هکله دریو محکمو خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړې او لوی څارنوالۍ ته د اجرااتو لپاره را استول شوی ده.

هغه زیاته کړه چې د حکم له مخې د فرخندې د دوسیې په اړوند درې تنه په شل کالو، ١٢ تنه هر یو په شپاړس کالو او یو تن هم په لس کالو بند محکوم شوي دي، خو هیڅوک په اعدام نه دي محکوم شوي.

ښاغلي عزیزي وویل چې د یو شمیر نورو کسانو په اړه چې وروسته ددې قضیې په اړوند تورن شوي وو یو لړ اسناد او شواهد شته چې ددغو کسانو دوسیې په محاکمو کې دي او وروستۍ پریکړه لا نه ده شوې، خو هغه ونه وویل چې ددغو تورونو کسانو شمیر څومره دی.

فرخنده د تیر کال د حوت د میاشتې په ٢٨ د قران شریف د سوزولو په تور د کابل ښار په شاه دوشمیره کې د قهرجنو کسانو له لورې له وهلو ټکولو وروسته ووژل شوه او بیا یې مړی وسوزول شو.

په هغه ځای کې چې فرخنده سوزول شوی وه د مدني ټولنې او د ښځو د سازمانونو له لورې یو یادگاري څلی جوړ شوی دی.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې

د افغانستان لوې څارنوالۍ همداشان اعلان کړی دی چې د شپږو کالو راپدیخوا په دې څارنوالۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه دپاسه لس زره دوسیې ثبت شوي دي چې څه دپاسه پنځه زره یې ارزول شوی.

د لوی څارنوالۍ ویاند په خبري ناسته کې وویل چې دغه دوسیې د مختلفو ولایتونو په اړه دي چې د ٣۴ ولایتونو په د خشونت ضد څارنوالیو کې ثبت شوی دي.

هغه وویل " د شپږو کالو راهیسې څه دپاسه لس زره دوسیې په څارنوالی کې ثبت شوي او ۵۶۲۰ یې په درې گونو محکمو کې په دوران کې دي. خو هغه ونه ویل چې څومره کسان ددې پیښو په اړوند تورن شوي دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ په ١٣٨٨ کال کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې جوړې شوی، خو اوس دا څارنوالۍ د هیواد په ٣۴ ولایتونو کې فعالیت کوي.