په تهران کې د روسیې، ترکیې او ایران مشرانو غونډه

په تهران کې د روسیې، ترکیې او ایران جمهورو رئیسانو غونډه

د روسیې، ترکیې او ایران جمهورو رئیسانو د جمعې په ورځ په تهران کې د سوریې د ادلیب په ښار کې د حکومت د مخالفینو په سرنوشت خبرې وکړې.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د ایران جمهور رئیس حسن روحانی پداسې حال کې دا خبرې پیل کړي چې په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د رپوټ له مخې روسي الوتکو د ادلیب ښار په ځینو برخو چې د یاغیانو تر کنترول لاندې دي هوایي بمبارد وکړ.

د بشارالاسد د حکومت چې د روسیې د هوایي ملاتړ ورسره دی تیاری نیسي چې د یاغیانو د وروستۍ قوي مرکز پر ضد عملیات پیل کړي.

په عین وخت کې ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ادلیب برید ښایي پدې ښار کې د "بشري ناورین" سبب شي. خو له دې سره سره د روسیې، ترکیې او ایران مشران هڅه کوي چې په سوریه کې خپلې گټې وساتي، په هغه هیواد کې چې د کارپوهانو په اند یې د پوځي او دیپلوماتیک اړخه پراخې پانگونې کړې دي.

د بیروت د امریکایي پوهنتون د استاد هلال خاسان په څیر سیاسي شننونکي پدې باور دی چې ښایي د ادلیب جگړه په سوریه کې د یاغیانو پر ضد وروستي عملیات اوسي. دغه څیړونکی همداشان وایي چې د سوریې په جگړه کې ښکیل درې هیوادونه —روسیه، ترکیه او ایران— د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په پام کې نیولو پرته به پدې ولایت کې پوځي اقدام وکړي، خو هغه دا هم رد نکړل چې دغه درې هیوادونه به هڅه وکړي چې د ملکي تلفاتو کچه راټیټه کړي.

تهران او مسکو د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت عمده ملاتړي دي او د دمشق نه ددغو دوو هیوادونو ملاتړ ددې سبب شوی چې د حکومت ضد یاغیان لدې سره چې د لویدیځ ملاتړ ورسره دی، وځپل شي.

د روسیې، ترکیې او ایران جمهور رئیسان به پدغه غونډه کې تصمیم ونیسي چې د سوریې په جگړه کې د هغوی راتلونکی اقدام څنگه اوسي.

د سوریې په اوه کلنه جگړه کې څه دپاسه نیم میلیون وگړي وژل شوي دي او ١١ میلیونه نور یا له کورونو بیځایه شوي او یا هم د هیواد نه وتلو ته اړ شوي دي.