د افغانستان فوټبال فدارسیون پر بل پخواني چارواکي د 'فیفا' بندیز

سید علي رضا اقازاده

د فوټبال نړیوال فدارسیون یا «فیفا» د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخوانی سکرټر جنرال سید علي رضا اقازاده د پنځو کلونو لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو څخه بند کړی دی.

فیفا ویلي، نوموړي د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د مخکنې قضیې په اړه معلومات لرل، خو د مخنیوي په برخه کې اقدام نه دی کړی.

د فیفا د اخلاقو کمېټې تېره ورځ پخپلې یوې پرېکړې کې ویلي، چې ښاغلي اقازاده په دې اړه د فیفا د ۱۷ مې او ۲۳مې مادې څخه سرغړونه کړې ده.

د یادو مادو له‌مخې نوموړی د افغانستان د فوټبال فدارسیون د سکرټر جنرال په توګه مکلف و، چې په دغه فدارسیون کې د ښځینه فوټبال غړو د فزیکي او جنسي ځورونې په اړه «فیفا» ته معلومات ورکړي.

فیفا همدارنګه پر نوموړي د فوټبال اړوند فعالیتونو د بندیز ترڅنګ لس زره امریکايي ډالره جریمه هم لګولې ده.

سید علي رضا قازاده د افغانستان د فوټبال فدارسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د مشرۍ پر مهال، چې د فوټبال د یو شمېر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د ادعاو له امله له دندې لیري شو د دغه فدارسیون سکرټر جنرال و.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پنځو تنو پخوانیو غړو پر ښاغلي کریم د ٢٠١۴ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ د جنسي بدرفتارۍ ادعاوې وکړې چې وروسته یې د سپیناوي لپاره فیفا او د افغانستان لویې څارنوالۍ څېړنې پيل کړې.

د فوټبال نړیوال فدارسیون یا «FIFA» د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر ۱۲مه تر خپلو څېړنو وروسته نوموړی د تل لپاره د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه د بندېدو ترڅنګ څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر نقدي جریمه هم کړ.

تر هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ هم د یادو تورنو تر لګېدو ورسته د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدارسیون د څلورو نورو غړو دندې هم وځنډولې.

په یادو کسانو کې د فوټبال فدارسیون مخکنی سکرټر جنرال سید علي رضا اقازاده هم شامل و.

لویې څارنوالۍ وروسته د نوموړي د نیولو حکم صادر کړ، خو داسې معلومېږي چې نوموړی یې تر دا مهاله نه دی نیولی.

سید علي رضا اقازاده تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.