د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر کړی ـ رسولي


پر ښاغلي کریم تور دی چې د افغانستان د نجونو د فوټبال له غړو سره یې جنسي زور زیاتی کړی
پر ښاغلي کریم تور دی چې د افغانستان د نجونو د فوټبال له غړو سره یې جنسي زور زیاتی کړی

لویه څارنوالي وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د مخکني مشر کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر کړی دی.

لویه څارنوالي وايي، د نوموړي د نیولو حکم پر هغه د جنسي ځورونو د تورونو تر لګېدو وروسته د ټاکل شوي تحقیقاتي پلاوي تر څېړنو وروسته صادر شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس د فیفا ددغې پرېکړې هرکلی کړی دی او له افغان حکومت څخه یې غوښتې چې په دې اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي. هغه وايي افغان میرمنو ته باید د کار مصونه چاپيریال برابر شي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم لږ تر لږه پنځو تنو پخوانیو غړو پر ښاغلی کریم د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ د جنسي بدرفتارۍ ادعاوې وکړې چې وروسته یې د سپیناوي لپاره فیفا او د افغانستان لویې څارنوالۍ څېړنې پيل کړې.

لویې څارنوالۍ د یادو تورنو تر لګېدو ورسته د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدارسیون د څلورو نورو غړو دندې وځنډولې.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن یکشنبه د «غبرګولې پر ۱۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې د نوموړي د نیولو حکم وروسته تر هغه صادر شو کله چې نوموړی پر خپل ځان د لګېدلو تورونو د سپیناوي په اړه د لویې څارنوالۍ جلبونو ته حاضر نه شو.

هغه وویل:"شااوخوا یوه میاشت مخکې تحقیقاتي پلاوي د افغانستان د فوټبال فدارسیون د مخکني مشر د نیولو حکم صادر کړی دی، له امنیتي او کشفي ارګانونو څخه یې غوښتي چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخوانی مشر ونیسي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي."

لویه څارنوالي وايي، هر کله چې نوموړی د امنیتي او کشفي ارګانونو لخوا ونیول شي د ټاکل شوي پلاوي لخوا تر څېړنو وروسته به یې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

د افغانستان امنیتي او کشفي ارګانونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د فوټبال نړیوال فدارسیون یا«فیفا» هم نوموړی د یادو تورونو له امله د تل لپاره د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه منع کړ او ترڅنګ یې څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر نقدي جریمه کړ.

د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان وکړ چې ښاغلی کریم ددې فدراسیون د اخلاقي مقرراتو ٢٣ او ٢٥ مادې د خپل کاري موقف نه په ناوړه استفادې ماتې کړې دي.

پر همدې مهال د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۱۷ کلنو نجونو د ملي ټېم غړې خورشيد محمدي وايي، ټول هغه کسان چې په یاده قضیه کې لاس ولري، باید خلکو ته وښودل شي.

هغې زیاته کړه: "له عدلي او قضايي ارګانونو څخه زما غوښتنه داده ټول هغه کسان چې په دغه قضیه کې ککړ وي، باید خلکو ته وښودل شي، دا چې څو محدود کسان د پردې تر شا هغه ګوري هغوی نشي کولای خپلې لوڼې د دې قضیې قرباني کړي. تر څو د هغوی زړونه هم ډاډه شي."

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کرایم الدین کریم نظر هم واخلي خو بریالي نه شوو.

XS
SM
MD
LG