د فنلنډ پارلمان له امریکا سره د دفاعي همکاریو تړون تصویب کړ

د فنلنډ د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې مشر کیموکیلونین د امریکا سره د همکارۍ د تړون تصویب کیدل د خپل هیواد لپاره یوه "تاریخي شیبه" وبلله.

د فنلنډ پارلمان د دوشنبې په ورځ، جولاۍ لومړۍ (چنګاښ۱۱مه) د رایو په اکثریت سره د امریکا متحدو ایالتونو سره د دفاعي همکاریو یو تړون تصویب کړ، چې له مخې یې په دغه هېواد کې د امریکا قوي پوځي حضور او د دفاعي تجهیزاتو زیرمو ته اجازه ورکوي.

د فنلنډ د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې مشر کیموکیلونین د همکارۍ د دغه تړون تصویب د خپل هیواد لپاره یوه "تاریخي شیبه" وبلله.

هغه زیاته کړه چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) کې د فنلنډ د غړیتوب په څېر د دغه تړون موخه د فنلنډ او د دې هېواد د خلکو د امنیت ټینګښت دی. فنلنډ دغه تړون د تېر کال په ډسمبر میاشت کې لاسلیک کړ.

فنلډ چې د ۲۰۲۳ په اپریل کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی، له روسيې سره څه باندې ۱۳۰۰ کيلومتره ګډه پوله لري او پر اوکراین د روسیې د یرغل د پیل راهیسې، د دواړو هېوادونو اړيکې تر بل هر وخت زياتې ترينګلې شوې دي.

له فنلنډ سره د نوي تړون له مخې به امریکا په فنلنډ کې ۱۵ پوځي اډو ته لاسرسی ولري او په نازکو او کړکیچنو حالاتو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ زیاتې شي.

خو دا تړون په فنلنډ کې له نیوکو سره مخامخ دی. منتقدین وايي چې دا تړون په دغه هېواد کې د اتومي وسلو زیاتیدو ته لاره هواره کړي.

خو د فنلنډ قانون جوړونکو ډاډ ورکړی، چې د اټومي وسلو په اړه د دغه هېواد ملي قوانین صراحت لري، کوم چې فنلنډ ته د اټومي وسلو د ننوتلو او لېږد مخنیوی کوي.

د امریکا متحده ایالات د فنلنډ د ګاونډي هېوادونو لکه سویډن، ناروې او ډنمارک په ګډون د ناټو له ۱۱ نورو غړو سره د دفاعي همکاریو ورته تړونونه لري.